خوست ولایت کې د کبانو فارم لرونکو ته د روزنې سیمینار او د کبانو د خوراک وېش

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۴:۵۴
خوست ولایت کې د کبانو فارم لرونکو ته د روزنې سیمینار او د کبانو د خوراک وېش

٢١ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
٩ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چوکاټ لاندې د مالدارۍ او د څارويو روغتيا آمریت، د نړۍوالې مؤسسې په همکارۍ، د کبانو فارم لرونکو ته د روزنې یو ورځنی سیمینار ترسره کړ. په دې سیمینار کې (۵) کبانو فارم لرونکو ته د کب روزنې په اړه مهمې لارښوونې وشوې. دغه راز، هر یوه فارمر ته (۱۰۰) کیلو ګرامه د کبانو خوراکه هم ووېشل شوه.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په خوست ولایت کې د کبانو د فارمونو د پرمختګ لپاره یاد او ورته پروګرامونه جوړوي، تر څو د کبانو پالونکي وکولی شي خپلې تجربې لا غښتلې کړي او په اقتصادي توګه پیاوړي شي. نړۍواله مؤسسه له کرنې ریاست سره په ګډه د دغو پروګرامونو د پلي کولو په برخه کې مهمه همکاري کوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۶:۱۲
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ایران د کرنې جهاد له وزیر سره وکتل

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې جهاد له وزیر او د افغانستان او ایران د اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فاریاب د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدین عمیر، فاریاب ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د ایران لوړپوړی پلاوی د کرنې جهاد د وزیر په مشرۍ کابل ته راورسېد

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په رسمي بلنه، د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړی پلاوی د ایران د کرنې جهاد وزیر. . .

بازگشت