خوست ولایت کې د خوسا شوو کچالو د واردولو مخه ونیول شوه  

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۱۱:۲
خوست ولایت کې د خوسا شوو کچالو د واردولو مخه ونیول شوه  

د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د غلام خان بندر نباتي کرنتین مدیریت کارکوونکو یو ټیلر  کچالو، چې له پاکستان څخه افغانستان ته واردېدل، معاینه کړل.
د یادو کچالو له ارزونې او معاینې وروسته په ډاګه شوه، چې شاوخوا ۱.۵ ټنه کچالو خوسا شوي دي. له همدې امله، یاد خراب کچالو له سالمو جلا او په یوه مناسب ځای کې تر خاورو لاندې شول، ترڅو د روغتیايي ستونزو مخنیوی وشي. 
پاتې روغو او باکیفیته کچالو ته د واردولو اجازه ورکړل شوه. د خوست د کرنې ریاست له ټولو سوداګرو غوښتنه کوي، چې باکیفیته محصولات وارد کړي، ترڅو هېوادوال له صحي او معیاري خوراکي توکو څخه استفاده وکړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د ازبیکستان او روسیې له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې. . .

بازگشت