خوست د نادرشاه کوټ ولسوالی کې د څارویو خوندیتوب په پار هڅې؛ سلګونه څاروي واکسین شوي دي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۸ - ۱۳:۱۵
خوست د نادرشاه کوټ ولسوالی کې د څارویو خوندیتوب په پار هڅې؛ سلګونه څاروي واکسین شوي دي

۸ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ ددې ولایت  د نادرشاه کوټ ولسوالی د مالدارانو ستونزو ته د رسېدنې او د څارویو د ناروغیو د مخنیوي په پار د بېلابېلو ناروغیو د واکسینونو پلي کولو ترڅنګ د واکسینونو په هکله مالدارانو ته د عامه پوهاوی پروګرام پیل کړی دی.
د خوست دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې لړۍ په ترڅ کې د نادرشاه کوټ ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې ۱۷۶غواوې او لسګونه وزې واکسین او ترڅنګ یې مالدارانو ته د څارویو روزنې او واکسینونو په هکله عامه پوهاوی ورکړل شوي دي.
 ددې پروګرام موخه د مالدارانو ملاتړ، د څارویو د ناروغیو د کچې ټیټول او په ټوله کې د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۱۵
Background image

لغمان کې یوشمېر شنوخونو لرونکو ته د نباتي درملو شیندلو پمپونو مرسته ووېشل شوه

۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د پراختیایي بودیجې له لارې، د ۳۱۴ زره او ۸۰۰ افغانیو په ارزښت ۲۰ شنوخونو لرونکو ته د ۲۰ لیتره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۱۳
Background image

لغمان کې د یوې پروژې له لارې ۲۷۰ جریبه جبه‌زاره ځمکه د نباتاتو د هر ډول کر لپاره اصلاح کېږي

۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بودیجې له لارې د لغمان د کرنې ریاست اړوند د ځمکو د زهکشۍ پروژه، چې ټول ارزښت یې ۶۲۲ زره افغانۍ ده،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۱:۲۱
Background image

له کندهاره تر قطره؛ د کرنیزو صادراتو نوې دروازه پرانیستل شوه

۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې په همغږۍ او د یوه خصوصي شرکت په مالي ملاتړ، قطر هېواد. . .

بازگشت