جوزجان کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت ۳۲۲ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
۱۳ کب ۱۳۹۹
د جوزجان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د ۱۵۳.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د ۳۲۲ پروژو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
په دغو پروژو کې ۱۵۰ ممیزخونې، د پیازو ۱۵۰ زېرمتونونه، د کچالو ۲۰ زېرمتونونه او دغه راز د تازه مېوو دوه سړې خونې شاملې دي.