جلال آباد ښار کې د چرګانو درمل پلورنځۍ وڅارل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۴ - ۱۳:۱۲
جلال آباد ښار کې د چرګانو درمل پلورنځۍ وڅارل شول

۱۴ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او څارویو روغتیا امریت امر داکتر محمد ضمیر بهسودي په مشرۍ یو ګډ پلاوي د جلال آباد ښار استقلال او نور عمر مارکیټونو کې چرګانو درمل پلورنځیو څارنه تر سره شوه.
د ننګرهار دکرنې ریاست د څارویو روغتیا او مالدارۍ امر داکتر محمد ضمیر بهسودی وویل؛ د کرنې ریاست د لارښووني مطابق د جلال آباد ښار کې د اسنادو، جوازونو او چرګانو صنعت پیاوړتیا لپاره د چرګانو درمل پلورنځیو څارنه روانه ده.
نوموړي زیاته کړه د چرګانو درمل پلورنځیو د څارني موخه د درملو کیفیت،  تاریخ تېر درملو  معلومول، د درمل پلورنځیو ارزول، د واکسینونو کولډ چین سیستم مراعتولو، ناروغیو مطابق موثرو درملو سپارښتنو او د فارمونو ښه مدیریت په موخه فارم لرونکو ته د لاروښونې په پار ترسره کېږي.
ښاغلي بهسودي درمل پلورونکو ته دمسلکي کسانو ګمارلو، جوازونو اخیستلو، د درمل پلورنځیو پاکوالي او ګڼو نورو برخو کې لازمي سپارښتنې وکړې.
دغه راز ددې ارزونې په ترڅ کې یو شمېر تاریخ تېري درمل هم له درمل پلورنځیو څخه راټول شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت