بغلان کې څه باندې یو میلیون نیالګي اېښودو ته چمتو دي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۲ - ۱۳:۲۱
بغلان کې څه باندې یو میلیون نیالګي اېښودو ته چمتو دي

۱۲ کب ۱۳۹۹
د بغلان په ولایت کې د نیالګیو اېښودو د کمپین په پیل سره، د دې ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې څه باندې یو میلیون نیالګي تولید شوې او وېش ته چمتو دي.
د بغلان د کرنې رییس عبدالغیاث صدیقي وايي، چې د بغلان د کرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمریت له خوا څه باندې ۶۰ زره مثمر او غېر مثمر نیالګي او ترڅنګ یې د ټولنو، د قوریه لرونکو ټولنو او خصوصي سکټور له خوا نږدې یو میلیونه نیالګي تولید او وېش ته چمتو شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۰:۳۴
Background image

د پکتیکا اورګون کې له ۱۰۰ بېوزلو کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۱۲ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالی په څلورو کلیو کې له ۱۰۰ مستحقو او بېوزلو کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه، چې موخه یې د دغو کورنیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۱:۳
Background image

د کرنې وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو له مرستیال سره د اوبولګولو پروژو د پرمختګ راپور شریک شو

۱۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر«یوان‌اوپي‌اس» چارواکو د دغه بنسټ د اوبولګولو پروژو او فعالیتونو د پرمختګ راپور، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۰:۴۶
Background image

کندهار کې د سېلابونو او شګو د توفانونو د مخنیوي په موخه د ۳۲۰ زره نیالګیو قوریه جوړه شوه

۱۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د یاد ولایت په ژړۍ ولسوالی کې پر ۱۶ جریبه ځمکه د ۳۲۰ زره بې مېوې ځنګلي نیالګیو قوریه. . .

بازگشت