بغلان ولایت کې په یوه لویه ولسي غونډه کې د کرنې وزیر ګډون

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۶ - ۱۰:۴۳
بغلان ولایت کې په یوه لویه ولسي غونډه کې د کرنې وزیر ګډون

۶ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۹ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري او ورسره مل پلاوي د خپلو ولایتي سفرونو په دوام د بغلان ولایت ته سفر وکړ او په یوه لویه غونډه کې، چې د کرنیزو او مالدارۍ د پروژو د تطبیق په برخه کې د همکارۍ جلبولو په موخه  د بغلان والي مولوی عبدالرحمن حقاني، د سیمه ییزو ادارو رییسانو او د بغلان یو شمېر اوسېدونکو په حضور کې دائره شوې وه  ګډون وکړ.
په دې لویه غونډه کې د کرنې وزیر د کرنې وزارت د پلانونو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «افغانستان د هېواد په څلورو زونونو کې ډېرې اوبه او غوره هوا لري؛ خو له دغو اوبو څخه کمه ګټه اخیستل کېږي او اړتیا ده چې په دې برخه کې کار وشي او خلک له فقر او بې وزلۍ څخه وژغورل شي او له دې وضعیت څخه د خلاصون یوازنۍ لاره د کرنې، مالدارۍ سکټور ته پراختیا ورکول او د هېواد له اوبو څخه په سمه توګه ګټه اخیستل دي.»
ورپسې دبغلان والي دبغلان ولايت دخلکو د ستونزو په هکله خبرې وکړې او له هغوى سره يې دزياتې همکارۍ غوښتنه وکړه او ويې ويل: «دبغلان خلک سږکال دسېلابونو له امله زيانمن شوي دي او له تاسو څخه مو غوښتنه دا ده، چې د مارتي مرستو ترڅنګ مرستندویه مؤسسې هم وهڅوئ، چې د پروژو په پلي کولو سره د بغلان خلکو ته چوپړتیاوې وړاندې کړي ترڅو له دغو خلکو سره مرستې او همکارۍ ووشي.»
دغه راز دبغلان ولايت دکرنې رييس مولوي عبدالرحيم احدي هم په دې غونډه کې خبرې وکړې او زياته يې کړه: «د بغلان په ولايت کې دسېلابونو له وجې د اوبو لګولو څو کانالونه او په زرګونو جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده، چې دبيا رغونې او فعالولو لپاره یې باید جدي کار ووشي.»
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر د کرنې او مالدارۍ د عمومي وضعیت د ارزونې او د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د تطبیق په برخه کې د سیمه ییزو چارواکو د همکارۍ د ترلاسه کولو په موخه د هېواد شمالي ولایتونو ته سفر کړی دی او له سیمه ییزو چارواکو، بزګرانو، مالدارانو او د خصوصي سکټور له متشبثینو سره کتلي او خبرې اترې کړي دي.

اشتراک وزیر زراعت در گردهمایی بزرگ مردمی در ولایت بغلان 
۶ سرطان ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری و هیئت همراهش به ادامه سفرهای ولایتی به ولایت بغلان سفر کرد و در مجلس بزرگی که به منظور جلب همکاری در تطبیق پروژهای زراعتی و مالداری با حضور مولوی عبدالرحمان حقانی والی بغلان، روسا ادارات محلی و  شماری از باشنده گان بغلان برگزار شده بود اشتراک کرد.
وزیر زراعت در این نشست بزرگ پیرامون برنامه های وزارت زراعت سخن زده علاوه کرد" افغانستان دارای آب‌های فراوان در چهار زون کشور می‌باشد اما؛ از این آب ها کمتر استفاده می‌گردد و‌ نیاز است تا کار شود و مردم از فقر ‌ و ناداری خلاص شوند و  راه حل رهایی از این وضعیت کار نمودن بالای انکشاف زراعت، مالداری و استفاده درست از آب های کشور می‌باشد". 
سپس والی بغلان پیرامون مشکلات باشنده گان ولایت بغلان صحبت کرده و خواستار همکاری بیشتر با آنان شد" مردم بغلان امسال‌ از ناحیه سرازیر شدن سیلاب متضرر شده و از شما می‌خواهیم  که در کنار کمک های امارتی موسسات را نیز تشویق نمایند تا پروژه های امداد رسانی را به مردم بغلان فراهم  نمایند تا به این مردم کمک شود".
همچنان مولوی عبدالرحیم احدی رییس زراعت ولایت بغلان نیز در این بنرامه سخنرانی نموده افزود" چندین کانال آبیاری و هزاران جریب زمین زراعتی در جریان سرازیر شدن سیلاب در ولایت بغلان تخریب شده ‌‌ و نیاز است که جهت ترمیم و فعال سازی دوباره آن کار شود".
وزیر زراعت، آبیاری و مالداری به منظور بررسی وضعیت کلی زراعت و مالداری و جلب همکاری مسوولان محلی در تطبیق پروژهای زراعتی و مالداری به ولایت های شمال کشور سفر کرده و با مسوولان محلی، دهقانان، مالدارن و مشتبثین سکتور خصوصی دیدار می نماید.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۱۶
Background image

د کرنې وزارت څلور رییسان په نویو بستونو وګومارل شول


۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت څلور تنه رییسان له خپلو پخوانیو بستونو څخه تبدیل او په نویو دندو تر ګمارنې وروسته اړوندو کارکوونکو ته ور. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۱۲
Background image

د خوړو خوندیتوب اسلامي ادارې په اوومه عمومي غونډه کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

 

۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د افغانستان په استازیتوب د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۶
Background image

د کندهار کرنې ریاست: د شاتو مچیو روزنه د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو رامنځته کولو لپاره مهم ګام دی


۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې نړۍوال سازمان (یوان‌اوډي‌سي). . .

بازگشت