بزګرانو ته د باکیفیته عضوي سرې د چمتوکولو هڅې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۵ - ۱۳:۴
بزګرانو ته د باکیفیته عضوي سرې د چمتوکولو هڅې

۵ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د عضوي سرې د تولید په برخه کې د هڅو په دوام د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې استازی او د عضوي سرې تولیدوونکو شرکتونو د مسوولینو په شتون کې د عضوي سرې د تولید کچې  لوړولو په موخه درې اړخیزه غونډه دکرنې په وزارت کې دائره شوه.
دغه غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ستر ستراتیژیک سلاکار نجیب امیرزي، د بوټو ساتنې او قرنطین رییس انجنیر عتیق الله مسلم، تخنیکي سلاکارانو او د عضوي سرې تولیدوونکو شرکتونو د استازو په ګډون جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې پر باکیفیته او معیار سره سم د عضوي سرې د تولید د کچې لوړولو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه او د یو شمېر هغو شرکتونو مسوولینو چې د عضوي سرې د تولید په برخه کې فعال دي ژمنه وکړه، چې د هېواد د کرونګرو اړتیاوو ته په کتو په نړۍوالو معیارو برابر عضوي سرې تولیدوي.


تلاش‌ها جهت فراهم سازی کود عضوی با کیفیت برای دهقانان
۵ حمل ۱۴۰۲ هـ.ش
به ادامه تلاش‌ها جهت تولید کود عضوی جلسه‌ای سه جانبه با حضور مسوولان  وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، سازمان خوراک و زراعت ملل متحد در افغانستان و شرکت‌های تولید کننده کود عضوی جهت بلند بردن  ظرفیت تولید کود عضوی در وزارت زراعت دایر شد.
این نشست به سرپرستی مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور نجیب‌ امیرزی مشاور ارشد استراتیژیک سازمان خوراک و زراعت ملل متحد، انجینر عتیق ‌الله‌ مسلم رئیس حفاظه نباتات و قرنطین،  مشاوران تخنیکی و نماینده‌گان شرکت‌های تولید کننده کود عضوی دایر گردید.
در این نشست در مورد بلند بردن ظرفیت تولید کود عضوی با کیفیت و معیاری بحث و تبادل نظر صورت گرفت  و  مسوولان شماری از شرکت‌های که در بخش تولید کود عضوی فعالیت دارند  تعهد سپردند با توجه نیازمندی‌های دهقانان کشور  کود عضوی با استندرد جهان را تولید می‌نمایند.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۵:۴۹
Background image

بادغیس کې د پستې نږدې ۱۷۶ هکتاره بڼونه بیارغول شوي 

د بادغیس د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته، په دې ولایت کې نږدې ۱۷۶ هکتاره ځمکه د پستې بڼونو ته ځانګړې شوې او بیا رغول شوې ده. 
د دوی په وینا، دغه بڼونه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۰:۳۹
Background image

پکتیا کې ۱۵۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۱۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند « د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست» د خپل کلني پلان له مخې، د هېواد. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۰:۵
Background image

کندهار کې د ۱۰۰ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۱۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په پایله کې، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام«یو.ان.ډي.پي» په مالي ملاتړ، د څه باندې. . .

بازگشت