برکي برک ولسوالی ته د لوګر دکرنې رییس سفر

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱ - ۱۱:۲۵
برکي برک ولسوالی ته د لوګر دکرنې رییس سفر

۱ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرؤف سعید په داسی حال کې چی د یاد ریاست د همغږۍ او څارنې کمیټې غړو د کرنیزو چوپړونو، طبیعي سرچینو او مالدارۍ څانګې آمرینو یی هم ملتیا کوله برکي برک ولسوالی ته کاري او څېړنیز سفر تر سره کړه.
ددې سفر په لړ کی یې د برکي برک ولسوالی د کرنې مدیریت له کارکوونکو سره ولیدل د کرنیزو خدماتو اړوند یې د هغوی کړنې او خدمات وستایل تر څنګ یی د دغه مدیریت کارکوونکو ستونزې یې واوریدې او د حل ډاډ یې ورکړ.
همدا راز یاد پلاوی د کرنې، مالدارۍ ،عوایدو او مشکوکو امارتی ځمکو د غصب مخنیوی اړوند د دغه مدیریت کارکوونکو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
د لوګر ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤولینو په برکي برک ولسوالی کې په خپله برخه کې بېلابېلې پروژې پلي کړي دي او ددغې ولسوالۍ ولسونو ته ډاډ ورکوی چې ورته به لا زیاتي چوپړتیاوې برابروی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت