بامیان ته د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال سفر 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۲ - ۱۰:۰
بامیان ته د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال سفر 

٢۲ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د بامیان ولایت د بند امیر ملي پارک ته ولاړ او د یاد ولایت له اوسېدونکو سره یې وکتل.
دغه سفر د افغانستان د اسلامي امارت د رهبرۍ په لارښوونه او په دې بند کې د رغنیزو پروژو د تشخیص په موخه ترسره شوی دی.
په دې سفر کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی رییس مولوی سیداحمد، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د افغان ټور رییس محمد نبي بهاء، د بامیانو ولایت دکرنې رییس ملاذبیح الله او د اطلاعاتو او فرهنګ او دکرنې وزارت سلاکارانو د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو د مرستیال ملتیا کوله. مولوی باز محمد فیضان د بامیانو ولایت د یکه‌اولنگ ولسوالی له حکومتي چارواکو او د خلکو له استازو سره وکتل او ددې بند د اړتیاوو په اړه د هغوی نظریات او وړاندیزونه واورېدل.
د باميانو د خلکو استازو د مارکېټ د تنظيم، د موټرو تم ځايونو، د هوټلونو د جوړولو، د سورې ځآیونو او د جوماتونو د جوړولو په اړه خپل نظرونه شريک کړل.

سفر معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت به بامیان
۲۲ اسد ۱۴۰۲ ه‍.ش
مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری طی سفر رسمی عازم پارک ملی بند امیر ولایت بامیان شد و با باشنده‌گان ولایت متذکره دیدار کرد.
این سفر بر اساس هدایت رهبری امارت اسلامی افغانستان و به هدف تثبیت و تشخیص پروژه‌های عمرانی در این بند صورت گرفته است.
 معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت را در این سفر مولوی سیداحمد رئیس گرزندوی وزارت اطلاعات و فرهنک، محمد نبی بهاء رئیس افغان تور وزارت اطلاعات و فرهنگ، ملاذبیح‌الله رئیس زراعت بامیان و مشاوران وزارت زراعت و اطلاعات و فرهنگ همرایی می‌کردند. در نخست مولوی بازمحمد فیضان با مسوولان حکومتی و نماینده‌های مردمی ولسوالی یکه‌اولنگ دیدار نموده و در مورد نیازمندی‌های این بند نظریات و پیشنهادات شان را شنید.
نماینده‌گان مردم بامیان در ارتباط به تنظیم بازار، پارکنگ وسایط، ساخت هوتل، سایه‌بان‌ها، مبرز و ساخت مسجد نظریات شان را شریک نمودند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۷
Background image

د کندهار پنجوايي کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د پنجوايي ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۷
Background image

د پاکستان قاچاقي څارویو په وړاندې د بریالي هڅو په دوام؛ دا ځل د ۷۳ مېښو د قاچاق مخه نیول شوې

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې یو ځل بیا په سپین بولدک ولسوالی کې د ویښو او بیداره مجاهدینو له لوري د ۷۳ سره مېښو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۳:۲۶
Background image

غزني کې د پرمختیايي پروژو پلي کېدل؛ د کارموندنې او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د «اف جي اې» مؤسسې په همکارۍ بېلابېلې پرمختیايي پروژې پلي کېږي، چې موخه یې د خلکو اقتصادي. . .

بازگشت