بامیانو کې د مېوو د سړوخونو رغنیزې چارې په بشپړېدو دي
۱۱ لیندۍ ۱۳۹۹
د بامیانو په ولایت کې د مېوو د سارک مُډل د ۱۰ سړوخونو رغنیزې چارې ۹۵ سلنه بشپړ شوي او پاتې چارې به یې هم ډېرژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
یاد سړې خونې د ۲۶ میلیونه او ۲۲۷ زره او ۹۴۰ افغانیو په لګښت د کرنې وزارت له خوا د کرنیزو محصولاتو مدیریت د طرحې په اډانه کې جوړيږي. ددې لګښت لس سلنه برخمن شي کسان ورکوي.
دغه سړې خونې د بامیانو ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د جوړېدو په حال کې دي.