اروزګان کې یوشمېر مالدارانو سره د سایلیج جوړلو ماشینونو مرسته وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۳ - ۹:۲۵
اروزګان کې یوشمېر مالدارانو سره د سایلیج جوړلو ماشینونو مرسته وشوه

۱۳ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د اروزګان  دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اواچ ډبلیو» په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د مرکز ترینکوټ مالدارانو سره د حیواني خوراکي «سایلیج» جوړولو ماشینونو مرسته وکړه.
د مرستې د وېش پرمهال د اروزګان د کرنې، اوبولګولواومالدارۍ ریاست استازی وویل: «لس عرادې دسایلیج جوړلو ماشینونه دمرکز لسو کلیو مالدارانو ته ورکړل شوي، چې هر کلي ته یو یو ماشین مرسته ترسره شوه.»
یادو چارواکو له برخمن شویو مالدارانو څخه وغوښتل، چې یادو ماشینونو څخه سالمه ګټه واخلي  او د ناوړه اقلیمي شرایطو څخه یې وساتي او داړتیا پرمهال دې دمالدارنو دغوښتنې سره سم د دوی په اختیار کې ورکړي.
«سایلیج» د ژمي په موسم کې د څارویو شنه خوراکي توکي دي، چې مالداران کولای شي د اوړي په موسم کې له شنو وښو «سایلیج» جوړ او د ژمي په موسم کې یې خپلو څارویو ته ورکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت