اروزګان کې د اوبولګولو د یوې پروژې چارې پیل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۳ - ۱۱:۵۲
اروزګان کې د اوبولګولو د یوې پروژې چارې پیل شوې

٢۳ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ ربیع‌الثاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د اروزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د مهرآباد په سیمه کې د اوبولګولو د یوې پروژې رغنیزې چارې پیل  کړي دي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د اروزګان دکرنې رییس الحاج مولوی عبدالصمد مقبول، د اقتصاد رییس مولوی مولاداد حسن، د ولایت مقام استازی او یوشمېر سیمه ییزو چارواکو شتون درلود.
د اروزګان دکرنې رییس الحاج مولوی عبدالصمد مقبول وویل، چې دغه سربند د کرنې وزارت له بودیجې څخه د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو میاشتو په موده کې رغول کېږي.
 د اروزګان دکرنې رییس وویل، چې ددې پروژې په بشپړېدو سره به سلګونه جریبه کرنیزه  ځمکه  خړوبه او زرګونو خلکوته به د کار زمینه هم برابره شي.
په همدې حال کې د سیمې اوسیدونکو د یاد سربند په جوړیدو خوښي وښوده او د اروزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست او پروژی له مسولینو څخه مننه وکړه.
ددې پروژې د پلي کولو موخه د بزګرانو کروندو ته پر وخت او کافي ابه رسول، د ځمکې لاندې اوبو پیاوړتیا او په ټوله کې د اوبو مدیریت دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت