«د زغرو او کونځلو د حاصلاتو زیاتوالي»؛ فاریاب کې د ورځې درې تر څلور ټنه تېل تولیدیږي

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۳ - ۱۴:۴۰
«افزایش حاصلات زغر و کنجد»؛ روزانه سه تا چهار تن روغن در فاریاب تولید می‌شود


۲۳ لیندۍ ۱۳۹۹
د فاریاب ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې دزغرو او کونځلو د حاصلاتو په زیاتېدو سره، د حاصلاتو په موسم کې د بازار اړتیا ته په کتو د فاریاب ولایت د زغرو او کونځلو له تېلي نباتاتو څخه د ورځې درې تر څلور ټنه غوړي تولید او بازار ته وړاندې کیږي. یاد چارواکي وایي، چې د زغرو او کونځلو د پروسس د ماشینونو د تولید وړتیا د ورځې لس ټنه ده، خو یاد ماشینونه د بازار اړتیا ته په کتو د ورځې یوازې درې تر څلور ټنه د زغرو او کونځلو غوړي تولیدوي.
په داسې حال کې، چې دکرنې وزارت د احصایې شمېرې ښیي، چې تېرکال د فاریاب ولایت په یوزر او ۶۴۰ هکټاره ځمکه کې کونځلې او په دوه زره او ۴۷۰ هکټاره ځمکه کې زغر کرل شوې وه او په ترتیب سره د فاریاب له کروندو څخه تېرکال یوزر او ۹۶۸ ټنه کونځلې او یوزر او ۹۱۵ ټنه زغر تر لاسه شوې وه، خو د فاریاب دکرنې ریاست چارواکي په خپل ولایت کې د یادو محصولاتو د حاصلاتو د زیاتوالي خبره کوي.
د فاریاب ولایت دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د تېرکال په پرتله ددې ولایت د زغرو او کونځلو د حاصلاتو کچه لوړه شوې ده. دوی د زیاتوالي کچه لس سلنه اټکلوي.
د فاریاب د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې دوی داشمېرې له تولیدوونکو او د تېلي نباتاتو له پروسس کوونکو څخه د خبرو اترو او مشاهداتو پر اساس اټکل کړي او راپور ورکوي.
د فاریاب د کرنیزو چارو آمر نوراحمد نور وایي: «د اټکل له مخې سږکال څه باندې پنځه زره ټنه زغر او کونځلې راټول شوي دي، چې په کې څه باندې دوه زره او ۷۰۰ ټنه کونځلې او نږدې دوه زره او ۶۰۰ ټنه زغر شامل دي، چې د تېرکال په پرتله لس سلنه زیاتوالی ښیي.»
د فاریاب ولایت دکرنې ریاست د چارواکو په خبره، سږکال ددې ولایت په شاوخوا دوه زره او ۷۴۰ هکټاره ځمکه کې زغر او په نږدې دوه زره او ۶۰۰ هکټاره ځمکه کې کونځلې کرل شوې وې.
دا په داسې حال کې ده، چې د کرنې وزارت د احصایي د شمېرو له مخې تېرکال د فاریاب ولایت په دوه زره او ۷۳۵ هکټاره ځمکه زغر کرل شوې وه، چې له دغو کروندو څخه یوزر او ۹۱۵ مټریک ټنه زغر ترلاسه شوې وه.
دغه راز د وزارت د احصایې د شمېرو پر بنسټ، تېرکال د فایاب په یوزر او ۶۴۰ هکټآره ځمکه کونځلې کرل شوې وې، چې له دغو کرندو څخه یوزر او ۹۶۸ ټنه حاصل ترلاسه شوه.
د فاریاب ولایت دکرنیزو چارو آمر زیاته کړه، چې د فاریاب ولایت د زغرو او کونځلو د پروسس ماشینونه د تولید په موسم کې د ورځې د زغرو او کونځلو د لس ټنه غوړیو د تولید وړتیا لري، خو د مارکېټ غوښتنې ته په کتو د ورځې یوازې درې تر څلور ټنه غوړي تولیدوي.
د هغه په خبره په دې ولایت کې د زغرو او کونځلو تولید او پروسس په دوه بڼه ترسره کیږي: دودیزه بڼه د څارویو له قوې څخه په استفادې او له مدرنو ماشینونو په استفادې صنعتي بڼه.
د فاریاب د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې یاد ریاست د بزګرانو د هڅونې په پار سږکال په څلور جریبه ځمکه کې د تېلي نباتاتو زغر او کونځلو ننداریزې کروندې هم جوړې کړي دي. دغه راز یاد ریاست د یادو تېلي نباتاتو د کرکېلي د لارچارو په هکله ۱۱۳ ځمکوال هم روزلي دي، ترڅو په دې برخه کې اړین مهارتونه ترلاسه او په راتلونکې کلونو کې ښه کیفیت لرونکي او ډېر حاصلات تر لاسه کړي.
باید وویل شي، چې له تېلي نباتاتو لکه زغر او کونځلو خالص تولید شوي غوړي، د بازاري غوړیو په پرتله ښه کیفیت لري. دغه راز یاد غوړي د وارداتي غوړیو په پرتله ډېر صحي غوړي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۶:۱۵
Background image

د اوبو د ښه مدیریت او پروژو د ارزونې په موخه د کرنې وزارت د اوبو لګولو او نوې ټکنالوژۍ رییس ننګرهار ته سفر وکړ

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او نوې ټکنالوژۍ رییس مولوي معاذالله عادل، د یو مسلکي تخنیکي پلاوي په مشرۍ، د اوبو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۶:۷
Background image

لغمان کې د کرنې او مالدارۍ د پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دې ولایت کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د سکتوري ادارو او مؤسسو د استازو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۶:۴
Background image

دپکتیکا جاني‌خېل ولسوالی کې د نږدې ۹.۱ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو لګولو ستره پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه 

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «هیلتو»  مؤسسې په تخنیکي او د خوړو نړۍوال پروګرام«ډبلیواف‌پي»  په مالي. . .

بازگشت