ننګرهار ته د کرنې وزیر سفر:

د پروژو، کرنیز نندارتون او د شاتو د کیفیت لابراټوار پرانسته او له کرنیزو فعالانو سره کتنه

2 ورځېمخکې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، د خپل ولایتي سفرونو په دوام، د یوشمېر کرنیزو او اوبولګولو پروژو او د شاتو د کیفیت معلومولو لابراټوار د ګټې اخیستنې، د ستر کرنیز نندارتون د پرانیستې او د کرنزو فعالانو او د بزګرانو استازو او د پراختیایي شوراګانو له چارواکو سره د کتنې په موخه ننګرهار ولایت ته ولاړ.
ننګرهار ته د ښاغلي احدي د دوه ورځني سفر په ترڅ کې، هغه د ولسمشر سترسلا کار او د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل، مخورو، د پراختیایي شوراګانو او د بزګرانو او بڼوالو له استازو سره وکتل. دغه راز د کرنې وزیر ۱۹۲ شنې خونې او قوریې، د اوبولګولو ۲۰ کانالونه او د شاتو د پروسس معیاري لابراټوار ګتې اخیستنې ته وسپارل او دغه راز د ننګرهار په ولایت کې د ستر کرنیز نندارتون او د مېوه لرونکو ونو د نیالګیو اېښودو کمپاین یې هم پرانیست.
د کرنې وزیر د ۱۱۲ میلیونه افغانیو په رازښت د اوبولګولو ۲۰ کانالونه ګټې اخیستنې ته وسپارل.
د کرنې وزارت په ۱۴۰۰ ام مالي کال کې، د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوایو کې د مېوو له ډلې د سټروسو، املوکو، شفتالو او نورو مېوو دوه زره جریبه بڼونه جوړوي. ددغو بڼونو د جوړولو ټولیز لګښت، ۷۷ میلیونه افغانۍ ده.

ننګرهار ته د کرنې وزیر سفر: د پروژو، کرنیز نندارتون او د شاتو د کیفیت لابراټوار پرانسته او له کرنیزو فعالانو سره کتنه

تازه خبرونهټول خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۹ - ۱۰:۵۶
Background image

پکتیا کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د ۲۳۸ پروژو چارې بشپړې شوې

۹ سلوغه ۱۳۹۹
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت اړوند د ۳۵۴ پروژو له ډلې د ۲۳۸ پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۸ - ۱۶:۳۵
Background image

دترکيې له سفير سره دکرنې وزير کتنه: دکرنې په برخه کې دترکيې دهمکاريو پر څرنګوالي خبرې اترې

۸سلواغه ۱۳۹۹
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوار الحق احدي دخپل کار په دفتر کې، په افغانستان کې دترکيې سفير اوغوزخان ارتغرل سره وکتل. دواړه دافغانستان دکرنې په برخه کې دترکيېې. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۸ - ۱۶:۳۰
Background image

لغمان کې د نیالګیو اېښودو کمپاین پیل شو

۸ سلواغه ۱۳۹۹
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شوی دی.
یاد کمپاین، چې د لغمان له پوهنتون څخه پیل شوی دی، په پیل غونډه کې یې. . .

د بریالیټوب کیسینور دلته

پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۰ - ۱۲:۳۱
Background image

لومړي ځل لپاره، د یوې مېرمنې له خوا په دایکندي کې د الوویرا کرکېله


۲۰ لیندۍ ۱۳۹۹
د دایکندي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د لومړي ځل لپاره د نیلي ښار د ښځو شورا رییسې جمیله سلطانې له خوا په دې ولایت کې د الوویرا طبي بوتې د کرکېلي تجربه ترسره شوې ده.

ګالريټول

دتېرکال په پرتله سږکال د هرات د شنوخونو حاصلات زیات شوي دي

ننګرهار کی ۱۹۲ شنې خونې او قوریې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د وطنی تولیدات په ننګرهار نندارتون کې

د ۹۹یم مالي کال په ترڅ کې د پروان دکرنې په برخه کې ترسره شوې کړنې

د کندهار ولایت نارنج

د اقتصاد عالي شورا پرېکړې

د ننګرهار د کامې په ولسوالۍ کې د ګلپیو کروندې

د ۱۴۰۰ ام مالي کال کاري پلان د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا سکټوري پروژه

د ۱۴۰۰ ام مالي کال کاري پلان د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا سکټوري پروژه

د لغمان نارنج د انځور په ژبه

شیشم بڼ په ختیځ زون کې د کرنې زده کړیالانو عملي کارونو لپاره مناسبه سیمه

د بادغیس پستې ته کتنه