تر دې وروسته د دایکندي مڼې نه خوساکیږي او په ښه بیه خرڅیږي؛

د دایکندي په ولایت کې د مڼو ۱۸ صفر انرژۍ سړې خونې جوړ شول

20 ساعتونه 18 دقیقې مخکې

د دایکندي په ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د مڼو ساتنې په پار د ۲۱ صفر انرژۍ سړوخونو له ډلې تر دې دمه د ۱۸ سړوخونو رغنیزې چارې بشپړ او د درې نورو هغو چارې نږدې ۷۰ سلنه بشپړ شوي دي.
ددغو سړوخونو د جوړولو ټولیز لګښت د بڼوالو له ونډې پرته نږدې ۵۰ میلیونه افغانۍ ده، چې د حکومت له خوا پرې شوې ده.
تر بادامو وروسته، مڼه د دایکندي ولایت د بڼوالۍ تر ټولو ډېر محصول دی، چې په پراخه کچه ددې ولایت په ټولو ۱۰ ولسوالیو کې تولیدیږي. په دایکندي کې د مڼې څلور زره او ۹۰۰ جریبه بڼونه دي، چې روان کال له دغو بڼونو ۳۵ زره ټنه مڼې راټول شوي دي. د دایکندي په ولایت کې نږدې ۲۰ ډوله مڼې تولیدیږي، چې تر ټولو مشهور هغه یې د دخترشاه (د پادشاه لور) مڼې دي. د دختر شاه مڼه له تولید وروسته کابل او هرات ولایتونو ته صادریږي، چې غوره کیفیت او ځانګړی خوند لرونکې دي.
د دایکندي د کرنې ریاست د چارواکو په خبره تر دې وړاندې د دایکندي ولایت د مڼو د تولیداتو ډېره برخه یا په ټیټه بیه خرڅېدل او یا خوساکېدل، خو ددغو سړوخونو په جوړېدو سره به تولیدوونکي وهڅیږي، چې لا ډېرې مڼې تولید کړي.

د دایکندي په ولایت کې د مڼو ۱۸ صفر انرژۍ سړې خونې جوړ شول

تازه خبرونهټول خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۶ - ۱۰:۸
Background image

ننګرهار کې د مالدارۍ سکټور د غوړېدا په پار هڅې

۶ لیندۍ ۱۳۹۹
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د مالدارۍ سکتور د پراختیا په پار یې هڅې پیل کړي دي، چې ورځ تر بلې یې وضعیت په ښه کېدو دی.
د ننګرهار د کرنې. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۵ - ۱۶:۴۰
Background image

لغمان کې پر يوشمېر کوچيانو دڅارويو دخوراکي توکو دوېش لړۍ پيل شوی

۵ ليندۍ ۱۳۹۹
دلغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د NCRO موسسې په همکارۍ دلغمان مرکز مهترلام او ددې ولايت په بادپښت او قرغيو ولسواليو کې پر دوه زره او ۱۰۰ کوچيانو دڅارويو دخوراکي. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۵ - ۱۵:۴۱
Background image

د جينوا له ژمنو وروسته په افغانستان کې دخصوصي سکټور دونډې ارزونې غونډه په لاره واچول شوه

۵ليندۍ ۱۳۹۹
د جينوا کنفرانس له ژمنو وروسته په افغانستان کې دخصوصي سکټور د ونډې د ارزونې په موخه دافغان-امريکايي سوداګرۍ خونه "AACC" او دافغانستان دسوداګرۍ او پانکونې خونې "ACCI" له خوا. . .

ګالريټول

په لغمان ولایت کې د بېرې نوی جوړ شوی ځنګل

د ننګرهار د نارنجو حاصلات ډېر شوي

له ښځو سره ښه چلند وکړئ

د بلخ ولایت پېژندنه د کرنې وزارت له کمرې څخه

د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د مڼو او انارو لپاره د صفر انرژۍ سړوخونو جوړولو جزییات!

د ننګرهار مالټې

په ولسي جرګه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت نوماند او سرپرست وزیر داکتر انوارالحق احدي د وینا یوه برخه!

ننګرهار کې د نارنجو حاصلاتو د راټولولو موسم- انځور: شجاع نوري

د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د کچالو او پيازو زېرمتونونو د جوړولو جزییات!

د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ چکوتره- انځور: شجاع نوري

د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د پیازو د ۹ بابه زېرمتونونو رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د کرنې د ودې بېلګه؛ د بزګرانو د کاروبار پر ښه والي د یوې پروژې پنځه ګټور اصلونه

کارموندنېټولې دندې

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۶ - ۱۶:۱۹

کابل

Background image

د مرکزي ریاستونو د ۴م او ۵م  شپږ بستونو د کمښت اعلان 

په شرایطو برابر کسان کولای شي، چې د اعلان د خپرېدو له نېتې سره سم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د انساني سرچینو له ریاست او د ګمارني له . . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۶ - ۱۶:۳

کابل

Background image

د مرکزي ریاستونو د۷مې رتبې اته بستونو د کمښت اعلان

په شرایطو برابر کسان کولای شي، چې د اعلان د خپرېدو له نېتې سره سم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د انساني سرچینو له ریاست او د ګمارني له امریت . . .
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۳۰ - ۱۵:۴۹
Background image

۷رتبه بست ......  ډریور (موټرچلونکی)

د کرنې، اوبولګولواو مالدارۍ وزات په پام کې لري، د اداري ریاست ۷ رتبه بست ډریور په دې خاطر چې کار اهل کار ته و سپارل شې د ازادې سیالۍ له لارې اعلان ته ورکوي.

نو ټولوهغو نارینه کسان ته . . .