هلمند کې د انګورو حاصلات ډېر شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۱ - ۲۰:۵۹
هلمند کې د انګورو حاصلات ډېر شوې

۱ زمری ۱۳۹۸
د انګورو د فصل په رارسېدو سره د هلمند د کرنې ریاست خبر ورکړئ، چې دغه ولایت کې به سږ کال د انګورو حاصلات د تېر کال په پرتله ډېر وی.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وايي تمه ده، چې سږ کال به د هلمند د انګورو بڼونه نږدې ۹۰ زره ټنه حاصلات ورکړي.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وايي چې دامهال په ۶۴۱۰ هکتاره ځمکه کې د انګورو تاکونه او باغونه شته او هڅه کوي چې دا شمېره زیاته شي.
د ښاغلي الکو په خبره په هلمند کې ۱۸ ډوله انګور تولیدیږي او دا چې د هلمند انګور د نورو ولایتونو په پرتله ژر حاصل ته رسیږي، نو په بېلابېلو ولایتونو کي ښه مارکېټ هم لري.
هلمند کې د انګورو ګڼ شمېر باغونه شته چې د تېروکلونو سره په لوی توپیر یې د حاصلاتو په کیفیت او زیاتوالي کې هم د پام وړ بدلونراغلی دی.
د هلمند انګور د یو شمېر ولایتونو لکه زابل ، غزني ، میدان وردګ ، نیمروز او کابل تر څنګ بهرنیو هېوادونو لکه پاکستان او هند ته هم صادریږي او ښه بازار هم لري.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۰:۱۳
Background image

دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لپاره نوی رییس رسماً معرفي شو

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست نوی رییس، مولوي سلیمان ایمن، د لغمان مرستیال والي الحافظ انځرګل عبدالله له لوري د یاد ریاست. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۰:۱۰
Background image

د باراني اوبو مهار په پار هڅې؛ د کندهار ژړۍ کې د نوي چکډېم چارې ۵۰ سلنه بشپړ شوې

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په پراختیايي بودیجه، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې د کندهار د ژړۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۹:۲۶
Background image

د کرنې وزارت د ترانسپورت ریاست نوی رییس معرفي شو

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

مولوي غلام محمد حافظ احمد د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ترانسپورت ریاست د نوي رییس په توګه معرفي او په رسمي ډول یې خپله دنده. . .

بازگشت