ننګرهار کې د کبانو په ۶۵ فارم لرونکو د کبانو خوراکه اواړین توکي ووېشل شول

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۹ - ۱۱:۴۴
ننګرهار کې د کبانو په ۶۵ فارم لرونکو د کبانو خوراکه اواړین توکي ووېشل شول


۹ تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۵ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ ځنځیري ارزښت پروژې د( USAID-DAI ) په مرسته د جلال آباد ښار په ګډون ددې ولایت د کامې، خیوې، سره رود، ګوشتې، بټي کوټ، خوګیاڼو، هسکه مېنه او مهمندرې ولسوالیو کې په ۶۵ کب روزونکو د کبانو خوراکه او اړین توکي وېشلي دي.
په دغو توکو کې ۶۵ ټنه دکبانو خوراکه، د کبانو نیولو جالونه، د کبانو نیولو جامې، PH او Thermometer  شامل دي، چې ټولیز ارزښت یې ۶۰ زره ډالرو ته رسېږي.
همدارنګه په ورته برخه کب روزونکو ته د کبانو فارم د مدیریت تر عنوان لاندې روزنه هم ورکړل شوه.
د وېش پرمهال د ننګرهار د کرنې ریاست مرستیال قاري فضل الرحمن صادق د یادې ادارې څخه د مننې ترڅنګ غوښتنه وکړه، چې د کبانو برخه کې لازیاتې مرستې وشي تر څو دغه سکتور لا پیاوړي شي.
وروسته د کرنې ریاست د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا امر محمد ضمیر بهسودی د کبانو روزنکو ته د وېشل شوي خوراکې په اهمیت رڼا واچوله او زیاته یي کړه، چې دغه خوراکه معیاري خوراکه ده، چې کبانو ته په ورکولو سره به ښه تغذیه او محصولات به مو زیات شي.
همداراز د مالدارۍ ځنځیري ارزښت د پروژې مسؤل معین خان طوطاخېل د ننګرهار د کرنې ریاست او د کبانو روزنکو ته ډاډ ورکړ چې په ورته برخه کې به لا زیاتې مرستې ترسره شي، تر څو د کبانو روزنې سکتور پیاوړي او د وارداتي کبانو مخه ونیول شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

د ننګرهار هډې فارم کې د خرما بڼونو چټکه پراختیا؛ د کرنیزو تولیداتو او اقتصاد د پیاوړتیا نوې هیلې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې د هډې فارم په سیمه کې د خرما بڼونو د پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې موخه یې د. . .

بازگشت