خوست کې د چرګانو پر فارم لرونکو د چرګانو دانې ووېشل شوې

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۸ - ۱۱:۴
خوست کې د چرګانو پر فارم لرونکو د چرګانو دانې ووېشل شوې


۲۸ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۲صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د پاملرنې مؤسسې د (LAMP) پروژې په مرسته په دې ولایت کې د چرګانو پر ۲۳۳ فعالو فارمونو د چرګانې دانې وېشلي دي.
د خوست دکرنې ریاست د چارواکو په خبره په تېرو درېوو کالو کې په دې ولایت کې ۲۴۳ ګټه اخیستونکو ته د چرګانو کوچني فارمونه وېشل شوې ول، چې اوسمهال ۲۳۳ فارمونه یې فعال دي، چې د همدې پروژې له لارې د فعالو فارمونو ګټه اخیستونکو ته ۲۰۰ کیلوګرامه د چرګانو دانې وېشل شوي دي.
ددې مرستې موخه په دې ولایت کې د چرګانو صنعت ته وده ورکول او ترڅنګ یې د بېوزله کورنیو اقتصادي پیاوړتیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

د ننګرهار هډې فارم کې د خرما بڼونو چټکه پراختیا؛ د کرنیزو تولیداتو او اقتصاد د پیاوړتیا نوې هیلې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې د هډې فارم په سیمه کې د خرما بڼونو د پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې موخه یې د. . .

بازگشت