لوګر کې دکرنیزو محصولاتو لوی نندارتون جوړېږي

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۶ - ۱۷:۳۶
لوګر کې دکرنیزو محصولاتو لوی نندارتون جوړېږي


۱۶ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۰صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق 
دلوګرولایت دکرنې، اوبولګولو اومالداری ریاست وايي چې په لوګر ولایت کې د کرنیزو محصولاتو لوی نندارتون جوړېدو اړوند لومړنۍ ناسته ترسره شوه.
دغه ناسته چې، دلوګر د کرنې ریاست په مقام کې جوړه شوې وه او مشري یې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍرئیس مولوی سید امینهاشمي کوله، پکې د یاد ریاست آمرینو سربېره د دومو واحدونو ریاستو او د موسساتو استازو  ګډون کړی وو.
ګډونوالو دغه اقدام نیک وباله او هر یوه په خپل وار خبرې وکړې او نظرونه یې شریک کړل.
د یادولو وړ ده، چې په پای کې دوه بېلا بیلې کمیټې (مالي کمېټه) او بله د(تخنیکي کمېټه) جوړې شوې او دنده ورکړل شوه ترڅو ددغه نندارتون جوړېدو ته لازم تیارۍ ونیسي.
 دغه نندارتون د لوګر محصولاتو ته د بازار موندنې او د سوداګر او بزګر ترمنځ د واټن راکمولو په موخه جوړېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

د ننګرهار هډې فارم کې د خرما بڼونو چټکه پراختیا؛ د کرنیزو تولیداتو او اقتصاد د پیاوړتیا نوې هیلې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې د هډې فارم په سیمه کې د خرما بڼونو د پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې موخه یې د. . .

بازگشت