د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې بې کیفیته حیواني او نباتي درمل له منځه یوړل شول

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۵ - ۱۱:۱۲
د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې بې کیفیته حیواني او نباتي درمل له منځه یوړل شول


۱۵ زمری ۱۴۰۱ه‍.ش
۸ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا په ګرشک ولسوالۍ کې له ګڼو حیواني او نباتي درمل پلورنځیو څخه لیدنې او ارزونې ترسره شوي دي.
ددې پروسې په ترکیب کې د ولسوالۍ، امنې قومندانۍ، روغتیا ریاست او کرنې ادارې چارواکو د هیئت په ډول شامل دي، چې د بې کیفیته تاریخ تېر او تقلبي درملو په نښه کولو او له منځه وړلو برخو کې لازم اقدامات ترسره کوي.
په همدې موخه د نوموړي پلاوي لخوا دګرشک ولسوالۍ په بازار کې له ګڼو درمل پلورنځیو څخه راټول شوی تاریخ تېر او بې کیفیته او تقلبي حيواني او نباتي درمل له منځه یوړل شول .
ددې څارنې او کنټرول موخه د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو د پلور مخنیوي، په خپل سر د هټیو پرانیستل، او د غیر قانوني درملو د واردولو مخنیوی دی.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

د ننګرهار هډې فارم کې د خرما بڼونو چټکه پراختیا؛ د کرنیزو تولیداتو او اقتصاد د پیاوړتیا نوې هیلې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې د هډې فارم په سیمه کې د خرما بڼونو د پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې موخه یې د. . .

بازگشت