دکندز دکرنې رياست: دتېرکال په پرتله ددې ولايت د بادانو حاصلات ۳۰سلنه زيات شوي دي

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۱ - ۸:۱۲
دکندز دکرنې رياست: دتېرکال په پرتله ددې ولايت د بادانو حاصلات ۳۰سلنه زيات شوي دي


۱۱ زمری ۱۴۰۱ه‍.ش
۴ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق
د کندز ولايت د کرني، اوبولګولو او مالداري رياست د تېر کال په پرتله ددې ولايت د بادامو د حاصلاتو د ۳۰ سلنې زياتوالي خبر ورکوي.
مناسبه اقليم، د اصلاح شوي نيالګيو وېش، د معياري بڼوڼو جوړول او د ناروغيو د درملو وېش په دې ولايت کې د بادامو د حاصلاتو د لوړېدو اصلي لاملونه دي.
عبدالغفار صديقي د مالي او اداري مدير او د کندز ولايت د کرني، اوبولګولو او مالداري چارسمبال وايي: "په روان کال کې د بادامو حاصلات ٨٤٦٨ ټنه اټکل شوې چې د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه زياتوالي ښيي. ښاغلي صديقي د بادامو د حاصلاتو زياتوالي علت ښه آب او هوا، د اصلاح شوي نيالګيو وېش او د بڼوالو سره د روزني مرسته بولي.
هغه دغه راز وويل چې د کرنې وزارت رهبرۍ هلې ځلې کوي تر څو د نورو مېوو په شان بادام لپاره بازار موندنه او هېواد څخه بهر د صادراتو زمنيه ورته برابره کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

د ننګرهار هډې فارم کې د خرما بڼونو چټکه پراختیا؛ د کرنیزو تولیداتو او اقتصاد د پیاوړتیا نوې هیلې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې د هډې فارم په سیمه کې د خرما بڼونو د پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې موخه یې د. . .

بازگشت