د هلمند موسی کلا ولسوالۍ کې پر ۱۷۰ کسانو نقدې پيسې او کرنيز توکي ووېشل شول

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۱ - ۱۴:۲۸
د هلمند موسی کلا ولسوالۍ کې پر ۱۷۰ کسانو نقدې پيسې او کرنيز توکي ووېشل شول


۱۱ زمری ۱۴۰۱ه‍.ش
۴ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې ددې ولايت د موسی کلا ولسوالۍ پر ۱۷۰ اوسېدونکو نقدې پيسې او بېلابېل کرنيز توکي وېشل شوي دي. 
د هلمند دکرنې رياست چارواکي وايي: "دهلمند ولایت موسی کلا ولسوالی نږدې ١٧٠ تنو ځايي اوسیدونکو ته چې ددرېوو کانالونو  پاکولو چارې یې د ١٠ ورځو په جریان کې سرته رسولي دي، د کار په بدل کې هر نفر ته  ٣٥٠٠ افغانیو وېشلو پروسه پای ته ورسېده".
د یادو کسانو د کار په پایله کې ددرېوو فرعي کانالونو پاکولو چارې سرته رسیدلي دي چې  له لارې یې شاخوا ٣٨٣ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبېږي چې د سیمې بزګرو او ځمکوالو ته یې ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي.
همدارنګه د بېړنيو حالاتو پر وخت د چمتوالي په موخه د دټو جوړو شوو کمېټو غړو سره د اړتیا وړ کرنیزو توکو مرسته هم ترسره شوه، تر څو د ضرورت په وخت کې ورڅخه د یادې ولسوالۍ په اړونده سیمو کې ګټه واخيستل شي.
ددې پروسې مالي چارې د ژغورنې نړیوال پروګرام یا (IRC) په همکارۍ تمویل شوي دي چې، دکرنې ریاست ترڅنګ د سیمې د مسؤلو ادارو سره په پوره همغږۍ پای ته ورسېدلې.
په ورته وخت کې د سیمې علماء کرامو، قومي مشرانو او ګڼو ولسي وګړو سره د اړونده مسؤلینو لخوا ناسته وسوه، هغوی د هلمند د کرنې ادارې تر څنګ د ټولو مسؤلینو څخه مننه وکړه چې په دې برخه کې یې لاسنیوی وکړ او غوښتنه یې وکړه چې دې ډول مرستو ته دې دوام ورکول شي او د پاتې یوه مهم کانال پاکولو چارې دې هم پیل شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

د ننګرهار هډې فارم کې د خرما بڼونو چټکه پراختیا؛ د کرنیزو تولیداتو او اقتصاد د پیاوړتیا نوې هیلې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې د هډې فارم په سیمه کې د خرما بڼونو د پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې موخه یې د. . .

بازگشت