د زابل دکرنې رياست:سېلاب ځپلو سره دې بېړنۍ او اړينې مرستې ووشي

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۱ - ۹:۴
د زابل دکرنې رياست:سېلاب ځپلو سره دې بېړنۍ او اړينې مرستې ووشي


۱۰ زمری ۱۴۰۱ه‍.ش
۳ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق
د زابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وايي، چې د ياد رياست په سکټوري غونډه کې د زابل دکرنې رييس مولوی عطاالله راشد له کورنيو او نړيوالو خيريه بنسټونو و غوښتل، چې ددې ولايت له سېلاب ځپلو کورنيو سره دې بېړنۍ او اړينې مرستې وکړي.
ښاغلی راشد وويل، چې د وروستي سېلابونو له امله د لومړنیو معلوماتو له مخې  ۲۰۰۰ جریبه کرنيزې ځمکې او بڼونه تخریب شوي دي او د تېرې ورځې سېلابونو د ځاني تلفاتو ترڅنګ د ولایت په کچه لسګونه کورونه او هټۍ هم ویجاړ کړي او په زیاته کچه یې کرنیز حاصیلات  له منځه وړي دي.
د زابل دکرنې رييس عطاالله راشد د سېلاب ځپلو لپاره  دلومړنيو او خوراکي توکو د مرستې غوښتنه وکړله او  له کورنيو او نړيوالو خيريه بنسټونو و غوښتل، چې ددې ولايت له سېلاب ځپلو کورنيو سره دې بېړنۍ او اړينې مرستې وکړي.
په همدې حال کې په دې غونډه کې د مرستندويو مؤسسو چارواکو د زابل دکرنې رياست ته د هر اړخيزو همکاريو ډاډ ورکړل.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۸:۵۰
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو کورنیو د شېدو راټولولو توکي ووېشل شول

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډاکار خیریه مؤسسې له لورې ۱۵۰ کورنیو ته د یو میلیون او ۱۲۲ زره افغانیو په لګښت د شېدو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۲۹
Background image

پنجشېر کې د لوبیا حاصلات زیات شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اعلان کړی، چې په روان کال کې د دې ولایت د لوبیا حاصلات د تېر کال په پرتله پنځه سلنه زیات شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۲۳
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو حاصلات ډېر شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې په روان کال کې له دې ولایت څخه له ۲۰۴۰ متریک ټنه زیات دګیلاسو حاصلات ترلاسه شوي. . .

بازگشت