دکرنې وزير دلغمان په ولايت کې د ډاکټر عبدالوکيل څېړنيز فارم څخه ليدنه وکړه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۹/۱ - ۹:۱۸

۱ ليندۍ ۱۴۰۰ هـ.ش
۱۶ ربیع الثاني ۱۴۴۳ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير مولوی عبدالرحمن راشد او  ددې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال مولوی شمس الدین شریعتي د لغمان په ولايت کې د ډاکټر عبدالوکيل له ترويجي او څېړنيز فارم څخه ليدنه وکړه.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير د ياد فارم د ودې او پراختيا په پار اړوندو چارواکو ته لازمې سپارښتنې وکړې او ددې فارم د وضعيت د لاښه کېدو ژمنه يې وکړه.
دلغمان دکرنې رئیس مولوي محمد ولي محسن په دې فارم کې د فعاليتونو په هکله مالومات وړاندې کړه او ويې ويل: "
د عبدالوکيل فارم په هېواد کې له سترو څېړنيزو فارمونو څخه دی،  چې په وروستيو څو کالونو کې په دې فرم کې د عنابو، مالټې، نارنج، زیتون، لیمو، پستې، بیر او ناکو زرکونه نيالګي توليد او پالل کېږي".
دا فارم په هېواد کې د بارزښتو مېوو د ترويج او څېړنې په پار نږدې ۱۱کاله مخکې د کابل-لغمان د عمومي سړک خواته په ۸۷جريبه ځمکه جوړه شوې ده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۶:۴
Background image

د کندز او بغلان په ولایتونو کې د اوبو ایستلو او کرنیزو ځمکو د اصلاح د دوو پروژو پرانیسته

۲۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش

۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو ایستلو او کرنیزو ځمکو د اصلاح ریاست چارواکي وایي، چې په کندز او بغلان ولایتونو کې دوه مهمې پروژې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۷
Background image

د کرنې وزارت ویاند دهرات په ولایت کې د غواساتنې له فارمونو څخه لیدنه وکړه

۲۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس مولوی شیرمحمد حاتمي، هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د غوا فارمونو له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۴۶
Background image

دهلمند ناوې ولسوالی کې د غنمو اصلاح شوي تخمونو د وېش لړۍ پيل شوه


۲۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، په ناوی ولسوالی کې ۱۵۰۰ کروندګرو ته د دوو جریبو ځمکو لپاره د اصلاح شوو غنمو. . .

بازگشت