لغمان ولایت ته د کرنې وزیر سفر

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۸/۳۰ - ۱۵:۳۰
سفر وزیر زراعت به ولایت لغمان

۲۹ /لړم/۱۴۰۰ هـ.ق
۱۴/ربیع الثاني/ ۱۴۴۳ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر او د د دې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د مل پلاوي  سره  لغمان ولایت ته د کرنې د وضعیت د ارزونې په موخه سفر وکړ.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عبدالرحمن راشد او د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولانا شمس الدین شریعتي د دې سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې ریاست له مسوولینو سره وکتل او له یو شمېر کرنیزو سیمو څخه یې لیدنه وکړه.
د لغمان د کرنې رئیس مولوی محمد ولي محسن او د دغه ولایت د ترویج او ځنګلونو  امرینو د لغمان د کرنې د عمومي وضعیت او د هغوی د فعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
دوی د کرنې سکتور د عایداتي سرچینو په اړه خبرې وکړې او په دې موخه یې د بېرو، جلغوزیو د ځنګلونو د جوړولو او د سبزیجاتو د کښت په اړه خبرې وکړې.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عبدالرحمن راشد د دوی د خبرو له اورېدو وروسته د عایداتي ځنګلونو د حفاظت او ساتنې په اړه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي زیرمو مرستیال مولوي شمس الدین شریعتي هم د لغمان د خلکو لپاره د نوښتګرو، اقتصادي او ګټورو پروژو په اړه خبرې وکړې او د دغه ولایت د کرنې له مسوولینو یې وغوښتل چې په دغو مسایلو غور وکړي او داسې طرحې او پلانونه جوړ کړي چې افغانستان له بهرني انحصاره خلاص او ولس په ځان بسیا شي.
لغمان کابل ته څېرمه یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې د افغانستان  د ترکاریو له عمده تولیدونکو څخه شمېرل کیږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

د ننګرهار هډې فارم کې د خرما بڼونو چټکه پراختیا؛ د کرنیزو تولیداتو او اقتصاد د پیاوړتیا نوې هیلې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې د هډې فارم په سیمه کې د خرما بڼونو د پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې موخه یې د. . .

بازگشت