د کرنې او مالدارۍ مرستيال د «امیرخان بند‌امیر» د زعفرانو شرکت مسؤل سره وکتل

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۷/۲۱ - ۱۵:۴۳
د کرنې او مالدارۍ مرستيال د «امیرخان بند‌امیر»  د زعفرانو شرکت مسؤل سره وکتل

۲۱ تله ۱۴۰۰
دا.ا.ا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستيال مولوی صدراعظم، يو چيني سوداګر د «امیرخان بند‌امیر»مسؤل سره وکتل.
 په دې ليدنه کې مولوی صدراعظم وويل: «د افغانستان زعفران د کيفيت له لحاظه لوړ ده. موږ له هغو خصوصي شرکتونو څخه چې په تېرو وختونو کې يې له بزګرانو سره همکاري درلودل غوښتنه کوو چې،  په راتلونکې کې هم له بزګرانو سره پراخې همکارۍ ولري. چين د زعفرانو د کرکېلي او توليد او کرنې سکټور څخه د خپلو ملاتړو په لړ کې له نوی حکومت سره پراخې همکارۍ ولري.»
هغه زياته کړه،  چې زعفران هنګ (انجه) او نور محصولات کولای شي،  چې د کوکنارو ځای ناستې په توګه وکارول شي.
د اميرخان بند امير شرکت مسؤل اميرخان وويل: «نږدې پنځه کاله کېږي،  چې د افغانستان د زعفرانو په هکله مې څېړنې کړي او د بامیان، دایکندي او هرات په ولايتونو کې مې  فعالیت درلود. د پروسس مرکز، بسته‌بندی او زعفران کارو بزګرانو سره همکاري زموږ د کار اصل وه. غواړو چې څپل فعاليتونه پراخه کړو.»
بايد وويل شي،  چې له يوې خوا مناسبه اوبه،  هوا او خاوره او له بلې خوا د بزکرانو هلې ځلې په مرکز او ولايتونو کې د زعفرانو د توليد او کرکېلي د ودې لامل شوي دي.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت