دکرنې وزارت او آغاخان بنسټ تر منځ د هر اړخيزو همکاريو ژمنه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۶/۱۸ - ۱۰:۴۷

۲/صفر/۱۴۴۳هـ.ق
 ۱۸/وږی/۱۴۰۰هـ.ش
د ا.ا.ا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او آغاخان بنسټ د استازو ترمنځ د يوې غونډې په ترڅ کې د دواړو خواوو ترمنځ د هر اړخيزو همکاريو ژمنه وشوه.
غونډه د قرآن مجيد د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه.
په دې غونډه کې د ا.ا.ا د کرنې، مالدارۍ، عشر او زکاة دکمېسیون مشر یا دکرنې وزارت  وزیر الحاج مولوي عبدالرحمن راشد، دکرنې وزارت مرستیال مولوي فضل ربي فضلي  او د آغاخان بنسټ د فرهنګي برخې مسؤول امان الله ګډون درلود چې، په ترڅ کې يې د دواړو خواوو تر منځ د هر اړخیزو همکاریو ژمنه وشوه.
په غونډه کې د ا.ا.ا د کرنې  وزير او مرستيال د آغاخان بنسټ د ټولو برخو د فعاليت په اړه د ياد بنسټ استازو ته پوره ډاډ ورکړ او تر څنګ یې د پوره امنیت ورکولو ژمنه هم وکړه.
په همدې حال کې د آغاخان بنسټ فرهنګي مسؤول وويل،  چې نوموړی بنسټ په بېلابېلو برخو لکه( روغتیا، فرهنګ،کرنه، مخابرات، ښوونه او روزنه.....) کې فعالیت لري.
په غونډه کې د آغاخان بنسټ فرهنګي استازی د کرنې په برخه کې د پوره همکاریو ژمنه وکړه، او زياته يې کړه،  چې "موږ به په ټول توان سره د کرنې په برخه کې ګړندۍ هڅې کوو په ځانګړي ډول کوم تاریخي بڼونه لکه  دچهلستون باغ او دې ورته نور بڼونه چې په تېر کې ویجاړې شوې وو بېرته يې رغوو."
 دوی دغه راز وويل،  چې د هېواد د لاسمسورتيا او زرغونتيا په پار د کرنې وزارت سره په همغږۍ او همکارۍ هلې ځلې ګړندۍ کوي.
ياده غونډه د قرآن کريم د څومبارکو آيتونو په تلاوت او دعا سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۳۲
Background image

د هلمند مرکز او ١٨ ولسوالیو کې د اورښت کچې معلومولو آلې نصبېږي


٢٩ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
٢٩ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د اقلیم د څارنې او د اوبو د ښه مدیریت په موخه په مرکز لښکرګاه او ټولو ولسوالیو کې د اورښت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۲۹
Background image

هلمند کې د مالدارۍ سکټور په برخه کې د پانګونې لیوالتیا زیاته شوې


٢٩ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
٢٩ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
هلمند کې د مالدارۍ سکتور ورځ تر بلې د بهبود او پیاوړتیا په حال کې دی،  په همدې لړ کې ګڼو هلمندوالو په یاده برخه کې پراخې پانګونې کوي، چې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۲۶
Background image

ختیځ کې دمېوو ٣٤ تصدیقي نیالګیو روزنې مرکزونو وروستۍ ارزونه ترسره شوه


٢٩ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
٢٩ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په لارښونه د ننګرهار د تخمونو د تصدیق د ورکړې امر انجنیر نعمت الله اکبري په مشرۍ یو تخنیکي. . .

بازگشت