غور کې ځینې زعفران کاران وروزل شول
۱۲ زمری ۱۴۰۰
د غور ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د زعفرانو د ترویج په پار ددې ولایت ۳۰ زعفران کاران روزلي دي.
یاد ریاست وایي، چې دغو زعفران کارانو ته د زعفرانو کرکېلي، حاصل ټولولو او پروسس په برخه کې روزنه ورکړل شوې ده.
د غور د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې یاد ولایت د زعفرانو کرکېلي او تولید لپاره مناسبه اوبه او هوا لري