د UNDP استازې او د سولې بنسټ دفتر چارواکو سره دکرنې وزير کتنه
۴ زمری ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي د ملګروملتونو پراختيايي ادارې (UNDP) استازې ناهيد سرابي او د سولې بنسټ د دفتر (Roots of Peace) چارواکو سره د شپږو کوچنيو پروژو پر جزئیاتو خبرې وکړې.
په دې کتنه کې، چې پر ټولنه ولاړ د کليوالي کرنې پراختيا او نړيوالو بازارونوته د لاس رسي پروژې(CBARD-AIM) رييس جان هايډو او د سولې بنسټ د برنامو مسوول حميدانصاري او همکاران يې حضور درلود، دوی د شپږو کوچنيو (کرنټ) پروژو سندونه د پروژو پر جزئیاتو د خبرو په پار دکرنې وزير ته وړاندې کړل.
ټاکل شوې، چې د يادو پروژو په اډانه کې د دوه زره او ۳۲۷مټريک ټنه سبو او مېوو په وړتيا سره شپږ سړې خونې جوړ شي. دا سړې خونې د کابل، فراه، هرات، بادغیس او ننگرهار په ولايتونو کې د سولې بنسټ دفتر له خوا، پر ټولنه ولاړ د کليوالي کرنې پراختيا او نړيوالو بازارونوته د لاس رسي پروژې(CBARD-AIM) له لارې جوړېږي.
ددغو سړوخونو د جوړولو لګښت د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې (UNDP) په همکارۍ د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت د نړيوال قانون د پلي کېدو او مخدره توکو سره د مبارزې دفتر(INL) له خوا تمولېږي.