هلمند کې د سویابینو کرکیله زیاته شوې ده

naim.rezai
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۳ - ۱۵:۳۵
هلمند کې د سویابینو کرکیله زیاته شوې ده

۳ زمری ۱۴۰۰
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو د افغانستان پراختیایي ادارې په مالي همکارۍ ددې ولایت د مرکز لښکرګاه په کډون په یوشمېر ولسوالیو کې ۱۵۰۰ جریبه ځمکه کې سویابین کرل شوي دي.
هلمند کې د سویابینو د رواجولو او پراختیا په پار بزګرانو ته د زده کړو ترڅنګ د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ورکول شوي، چې د اړتیا وړ تخممونه او کیمیاوي سرې د وطن ملي دانې شرکت له خوا چمتو شوي دي او ددې ولایت یوزر او ۵۰۰ مخکښو کرونده ګرو ته وېشل شوي دي .
د هلمند دکرنې ریاست ددې زمینه هم برابره کړې ده، ترڅو د یادې ځمکې څخه د سویابینو راټول شوي محصولات به بېرته د همدې موسسې له لارې له بزګرو څخه وپېرل شي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د هلمند د کرنې ریاست له خوا د هلمند په ۵۵۰ جریبه ځمکه کې سویابین کرل شوې وه، چې بزګرو ورڅخه د قناعت وړ حاصلات ترلاسه کړل.
څېړنو ښودلې چې هلمند ولایت کې دسویابینو کښت ښه حاصل ورکوي.
د هلمند د کرنې ریاست هڅه کوي، چې هلمند کې سویابین ترویج کړي او په راتلونکو کلونو کې دالړۍ نوره هم وغځوي او د ولایت په کچه ترې ټول ځمکوال برخمن کړي.
د سویابینو کرکېله په ۲۰۰۳ ام کال کې دود شوې ده، چې اوس په یو مهم کرنیز توکي بدل شوې او د هېواد په ډېرو ولایتونو کې کرل کېږي. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د سویابینو د ترویج او پراختیا په پار په مرکز او ولایتونو کې بزګرانو ته د سویابینو ننداریزې کروندې جوړ کړي دي او پر یوشمېر بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او اړونده توکي وېشلي دي.
سویابین بشپړه پروتیني او مغذي مواد لري او د کورنیو په روغتیا په ځانګړي ډول د ماشومانو د خوارځواکۍ په مخنیوی کې رغنده رول لري.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۰:۱۳
Background image

دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لپاره نوی رییس رسماً معرفي شو

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست نوی رییس، مولوي سلیمان ایمن، د لغمان مرستیال والي الحافظ انځرګل عبدالله له لوري د یاد ریاست. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۰:۱۰
Background image

د باراني اوبو مهار په پار هڅې؛ د کندهار ژړۍ کې د نوي چکډېم چارې ۵۰ سلنه بشپړ شوې

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په پراختیايي بودیجه، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې د کندهار د ژړۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۹:۲۶
Background image

د کرنې وزارت د ترانسپورت ریاست نوی رییس معرفي شو

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

مولوي غلام محمد حافظ احمد د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ترانسپورت ریاست د نوي رییس په توګه معرفي او په رسمي ډول یې خپله دنده. . .

بازگشت