ننګرهار کې د شاتو تولید د پراختیا په پار هڅې؛ د شاتو مچیو ۳۰۰ روزونکو سره مرسته وشوه

content_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۰ - ۱۴:۵۴
ننګرهار کې د شاتو تولید د پراختیا په پار هڅې؛ د شاتو مچیو ۳۰۰ روزونکو سره مرسته وشوه

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۰
ننګرهار چې، د ځانګړې هوا او غوره کرنیزو تولیداتو له کبله هميشه بهار يې هم بولي د بېلابېلو شاتو او ګلانو په لرولو سره د شاتو د توليد په برخه کې د هېواد تر ټولو مخکښ ولايت دی، خو ددې ولایت د کرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې د یاد ولایت د شاتو تولیدات لا ډېر کړي. په همدې موخه یاد ریاست تل ددې ولایت د شاتو مچیو پالونکو سره مرستې او همکارۍ کوي، چې ددغو مرستو په دوام داځل هم ددې ولایت د ۲۲ ولسوالیو له ۳۰۰ شاتو مچیو پالونکو سره د شاتو مچیو د پالنې د اړونده توکو مرسته وشوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انعام الله صافی وایي، چې په دغو مرسته شویو توکو کې موم، د درملو شېندلو پمپ، خوراکه، بوشکې، د شاتو ټولولو پنجې، درې سایزه بوتلونه، د لوګي پمپ، خولۍ، د ملکو د لېږدونې قفسچې، د پیوندي ملکو د تولید حجري او نور اړونده توکي شامل دي، چې په دې ولایت کې د شاتو تولید زیاتوالي او د شاتو مچیو پالونکو د ملاتړ په پار پر دوی وېشل شوي دي.
ښاغلی صافی وایي، چې په ننګرهار کې د شاتو مچیو نږدې ۶۰۰ لوی او واړه فارمونه شتون لري، چې تر ۴۵زره د شاتو کورنۍ په کې روزل کیږي، چې سږکال ترې ۵۵۰ ټنه شات ترلاسه شوي دي.
د چارواکو په خبره، د ننګرهار د شاتو مچیو په فارمونو کې له ۲۲ تر ۳۰ ډوله د شاتو مچۍ شتون لري او په دغو فارمونو کې نږدې دوه زره ښځینه او نارینوو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
په دې وروستیو کلونو کې په ننګرهار کې د شاتو مچیو د ساتلو دود وده کړې او هغه شمېر کسان، چې په دې ولایت کې د مچیو فارمونه لري، وايي چې د شاتو مچیو په ساتلو سره یې تر ډېره برېده اقتصادي ستونزې هوارې شوي دي او له همدې لارې د خپل ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره کوي.
د کرنې وزارت له خوا د دولت، موسسو، شاتو مچیو روزونکو او د شاتو تولیدوونکو ترمنځ د اړیکو ټینګولو او بازار موندنې په پار ننګرهار ولایت کې د شاتو مچیو ټولنه هم جوړه شوې ده. دغه ټولنه د کروندګرو او شاتو مچیو روزونکو د ستونزو هوارولو ترڅنګ د شاتو مچیو صنعت ته د ودې ورکولو او د شاتو د تولید په برخه کې هم کار کوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۵۲
Background image

خوست کې یوشمېر بزګرانو ته شنې خونې جوړېږي

۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې په همکارۍ په دې ولایت کې د موسمي سبو د کرکیلي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د ننګرهار کوټ ولسوالی کې څه باندې درې زره منه غنم د رڼې بولۍ له لارې وپلورل شو

۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کوټ ولسوالی د عشر مدیریت د ولسوالی د ګډ پلاوي په حضور کې درې  زره او ۱۹۰ منه غنم  د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۲:۱۷
Background image

د کرنې وزارت او دملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې ترمنځ د ګډو ودانیزو پروژو د پیل په پار دهمغږۍ غونډه دایره شوه

۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف،اې،او» ترمنځ د لسګونو ودانیزو پروژو د پيل په پار د همغږۍ. . .

بازگشت