وچکالۍ ګواښونو ته د رسېدنې برنامه وارزول شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲ - ۱۵:۵۹
وچکالۍ ګواښونو ته د رسېدنې برنامه وارزول شوه

۲ چنګاښ ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي دخپل کار په دفترکې د دې وزارت د مرستیالانو او تخنیکي رییسانو په حضور کې د سږني وچکالۍ ګواښونو ته د رسېدنې برنامه وارزول.
په پيل کې دکرنې وزارت د طبيعي سرچينو لوی رييس محمد رفيع قاضي زاده ووېل، چې نږدې ۷۰ ولسوالۍ د سږني وچکالۍ له شدید زیان سره مخ دي. د هغه په خبره، په دغو ولسوالیو کې ډېری څاروي د علوفې له کمښت سره مخ شوي دي.
ښاغلی قاضي زاده دغه راز زیاته کړه، چې ۸۱ ولسوالۍ په منځنۍ کچه اغېزمن او ۲۲۱ نور ولسوالۍ د سږني وچکالۍ پر وړاندې خوندي ارزول شوي دي.
په همدې حال کې دکرنې،  اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر  انوارالحق احدي وایي چې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، مالدارنو ته د رسېدنې او د وچکالۍ له وجې د څارویو د تلفاتو د مخنیوي په پار ځانګړې برنامې لري، چې د پلي کېدو په حال کې دي.  ښاغلی احدي وویل، چې د څارویو د تلفاتو د مخنیوي په پار همدا اوس د کرنې وزارت د یوشمېر مرستندویو بنسټونو په همکارۍ په یوشمېر ولایتونو کې د څارویو د خوراکي توکو د وېش لړۍ پیل کړی دی.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر دغه راز ټینګار وکړ، چې په لومړي پړاو کې هغو ولایتونو او ولسوالیو ته تمرکز کېږي، چې د وچکالۍ له امله ډېرو زیانونو سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني، ملت ته په خپل پیغام کې وچکالۍ زیانونو ته د رسېدنې په موخه، د ښکېلو دولتي بنسټونو چارواکو ته سپارښتنه وکړه، چې په دې برخه کې دې لازمې مرستې او اقدامات ترسره کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۳۲
Background image

د هلمند مرکز او ١٨ ولسوالیو کې د اورښت کچې معلومولو آلې نصبېږي


٢٩ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
٢٩ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د اقلیم د څارنې او د اوبو د ښه مدیریت په موخه په مرکز لښکرګاه او ټولو ولسوالیو کې د اورښت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۲۹
Background image

هلمند کې د مالدارۍ سکټور په برخه کې د پانګونې لیوالتیا زیاته شوې


٢٩ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
٢٩ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
هلمند کې د مالدارۍ سکتور ورځ تر بلې د بهبود او پیاوړتیا په حال کې دی،  په همدې لړ کې ګڼو هلمندوالو په یاده برخه کې پراخې پانګونې کوي، چې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۲۶
Background image

ختیځ کې دمېوو ٣٤ تصدیقي نیالګیو روزنې مرکزونو وروستۍ ارزونه ترسره شوه


٢٩ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
٢٩ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په لارښونه د ننګرهار د تخمونو د تصدیق د ورکړې امر انجنیر نعمت الله اکبري په مشرۍ یو تخنیکي. . .

بازگشت