د ننګرهار د کرنې ریاست د ترویج کارکوونکي د برېښنایي ترویج او کرنیزې ټکنالوژۍ په برخه کې وروزل شول

naim.rezai
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۲ - ۱۶:۱۸
د ننګرهار د کرنې ریاست د ترویج کارکوونکي د برېښنایي ترویج او کرنیزې ټکنالوژۍ په برخه کې وروزل شول

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۰
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په همکارۍ ددې ریاست د ترویج ۲۴ کارکوونکو ته د برېښنایي ترویج او کرنیزې ټکنالوژۍ په برخه کې پنځه ورځنۍ روزنیز پروګرام پای ته ورسېد.
د ننګرهار د کرنې رییس انجنیر انعام الله صافی وایي، چې دغه روزنیز پروګرام د کرنې برېښنایي کېدو، د ارتباطي او معلوماتي ټکنالوژیو یا «ICT» توکو څخه په اغېزناکه توګه ګټه اخیستنه او په ټوله کې د کارکوونکو د مهارتونو او وړتیا لوړولو په برخه کې غوره ګام دی.
صافی ددې روزنیز پروګرام  له ګډون کوونکو څخه وغوښتل، چې له دې وروسته پخپلو ورځنیو رسمي کړنو کې له تکنالوژۍ څخه کار واخلي او دبزګرانو سره پدې برخه کې کار وکړي.
په دې پنځه ورځنۍ روزنیز پروګرام کې ارتباطي اومعلوماتي تکنالوژۍ یا ICT ، په کرنه کې د ارتباطي تکنالوژۍ د توکو د کارولو لارې چارې،  دمعلوماتو دمدیریت سیستم MIS ، ټولنیزو شبکو څخه په کرنه کې ګټه اخیستنه، په کرنه کې د برېښنایي ترویج، راډیو او تلویزون موثریت، د کرنې عصري سیستمونو لارې چارې، عمودې کرنه، د کرنې وزارت د برېښنایي ترویجي کمپلیکس معرفي کول ، برېښنایي کتابتون، د بزګرانو د اړیکې مرکز  ١٥٠ شمېره، GIS ، GPS ، ٢٣٤  معلوماتي شمېره، سټلایټ، د تخنیکي معلوماتو په پار معتبر ویب سایټونه، کرنیزې ویډیوګانې او نور ګڼ موضوعات ګډونوالو ته تشریح شول .

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت