پروان کې پر ۳۴۴ کورنیو څه باندې ۲۰ زره او ۶۰۰ د هګیو چرګان ووېشل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۲ - ۱۴:۵۷
پروان کې پر ۳۴۴ کورنیو څه باندې ۲۰ زره او ۶۰۰ د هګیو چرګان ووېشل شوې

۱۲ غبرګولی ۱۴۰۰
د پروان دکرنې، ابوولګولو او مالدارۍ ریاست د چرګانو پالنې د درېیم فاز په پرانیستې سره، د څه باندې ۱۳ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت پر ۳۴۴ کورنیو د هګیو چرګان وېشلي دي.
د پروان دکرنې ریاست وایي، چې ددې پروژې په پرانیستې سره پر اړمنو کورنیو ۲۰ زره او ۶۴۰ د هګیو چرګان او د چرګانو پالنې اړونده توکي وېشل شوي دي.
د چرګانو پالنې د درېیم فصل او پر اړمنو کورنیو د هګیو چرګانو پرانیست غونډې ته د پروان والي فضل الدین عیار وویل: «دا پروژه د نړیوال بانک له خوا تمویلیږي، چې په مرکز کې ترې ۱۳۰ کورنۍ، د بګرام په ولسوالۍ کې ۱۳۵ کورنۍ او د جبل السراج په ولسوالۍ کې ترې ۷۹ کورنۍ برخمن شوي دي، او هرې کورنۍ ته ۶۰ د هګیو چرګان او د چرګانو پالنې اړونده توکي، دانې او واکسینونه د ۱۳ میلیونه او ۸۰۰زره افغانیو په ارزښت ورکړل شوي دي.
ښاغلی عیار وویل، چې ددغو چرګانو وېش د بېوزلو کورنیو اقتصادي ودې سره مرسته کوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۱۰:۲۵
Background image

لغمان کې د خارجي پرازیټونو (کنو) ضد کمپاین پیل شو  

۸ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په یاد ولایت کې د کانګو تبې ناروغۍ د مخنیوي لپاره کمپاین پیل شو. دغه کمپاین د کرنې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۱۰:۱۵
Background image

د کرنې وزیر د تخار ولایت د خواجه‌بهاءالدین ولسوالی له اوسېدونکو سره وکتل

۸ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، د تخار ولایت د خواجه خواجه‌بهاءالدین ولسوالی له یو شمېر اوسېدونکو او مشرانو سره وکتل.. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۹:۱۸
Background image

د کرنې وزیر د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مرستیال سره وکتل

۸ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاالله عمري، د خپل کار په دفتر کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مرستیال محمد یونس. . .

بازگشت