د ننګرهار کوز کونړ کې د نږدې ۳۱ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې پیل شوې

content_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۶ - ۱۴:۳
د ننګرهار کوز کونړ کې د نږدې ۳۱ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې پیل شوې

۶ غبرګولی ۱۴۰۰
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د یاد ریاست له خوا ددې ولایت د کوز کونړ په ولسوالۍ کې د نږدې ۳۱ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پروژو رغنیزې چارې پیل شوې.
د ننګرهار د کرنې رییس انعام الله صافی وویل «په کوز کونړ کې د دوو پروژو چارې پیل شوې، چې یو یې د ۵۵۰ مترو په اوږدوالی استنادي دېوال دی او بله یې د کبانو روزنې تکثیري فارم جوړول دی، چې د یوه کال په موده کې به یې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.»
انعام الله صافی وویل، چې یاد استنادي دېوال د اته میلیونه او ۷۶۶ زره او ۲۴۳ افغانیو په لګښت، داقليمي بدلونونو له امله د رامنځته  کېدونکو ګواښونو د ټيټولو پروژې  CDRRPپه همکارۍ د کوز کونړ د پاچاهي کلا په هغه سیمه کې، چې کرنیزې ځمکې او کورونه د سېلابونو له ګواښ سره مخ دي جوړېږي. ددې پروژې په بشپړېدو سره به د یادې سیمې ٤٠٠  کورونه او څه باندې ٥٠٠ جریبه کرنیزه ځمکه د سېلابونو له ګواښ څخه وژغورل شي.
د ننګرهار د کرنې رییس دغه راز وویل، چې د کوز کونړ په ولسوالۍ کې د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د کبانو د تکثیري فارم رغنیزې چارې هم پیل شوي دي، چې په جوړېدو سره به یې د کبانو د بچیو د تولید په برخه کې د کب روزونکو یوشمېر اړتیاوې پوره شي.
په دغو پروژو کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت