د کورنیو څارویو د واکسیناسیون کمپاین پیل شو

mail-admin
د کورنیو څارویو د واکسیناسیون کمپاین پیل شو

۲ غبرګولی ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د هېواد په کچه پر کورنیو څارویو له ډلې غوا او وریو د «تطبق او بروسلوز» ناروغیو د واکسینونو کمپاین پیل شو. دا په هېواد کې د کورنیو څارویو د واکسیناسیون د کمپاین لومړی پړاو دی، چې ټاکل شوې په ترڅ کې یې په ټولیزه توګه شپږ میلیون ډوزه حیواني واکسین پر څارویو پلی شي.
د یاد کمپاین په لومړی پړاو کې ټاکل شوې، چې د «بروسلوز او طبق» ناروغیو د مخنیوي په پار پر کورنیو څارویو له ډلې غوا او وریو دوه میلیونه او ۱۸۹زره او ۶۷۲ ډوزه واکسین پلی شي. له دې ډلې په ټول هېواد کې پر وریو د بروسلوز یو میلیونه او ۷۵۷زره او ۵۲۷ ډوزه واکسین او دغه راز پر غواوو د بروسلوز یا حیواني محرقې ۲۸۲زره او ۹۹ ډوزه او د طبق ۱۵۰ زره ډوزه واکسینونه په ۹ ولایتونو کې پلی کېږي.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال شېرشاه امیري، ددې کمپاین پرانیستغونډې ته وویل، چې د حیواني ناروغیو د مخنیوي په پار پر کورنیو څارویو د واکسینونو پلي کول د کرنې وزارت له مهمو برنامو څخه دي. هغه وویل: «د خلکو ۵۰ سلنه عواید د مالدارۍ له لارې لاس ته راځي، د مالدارۍ د حاصلاتو زیاتوالی او د څارویو د مړیني مخنیوی د کرنې وزارت له مهمو برنامو څخه دي. د عوایدو په برخه کې مالداري د کال ۲.۲ میلیارډه ډالر ونډه لري او په هېواد کې څه باندې یوزر او ۲۰۰ د څارویو روغتیایي کلینیکونه فعالیت لري.»
شېرشاه امیري دغه راز وویل، چې د مالدارۍ د روغتیايي چوپړتیاوو د ښه والي په پار، د څارویو اته کلینیکونه بیارغول کېږي.
په همدې حال کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د حیواني روغتیا رییس ډاکټر مختار محسني وویل، چې برسلوز د څارویو او انسانانو ترمنځ ګډه ناروغي ده، چې یاده ناروغي د مالدارۍ پر اقتصاد ډېر منفي اغېزې لري.
ښاغلی محسني دغه راز طبق هم یوه خطرناکه ناروغي وباله او ویې ویل: «د طبق ناروغي هم هغه ناروغي ده، چې د مالدارۍ پر اقتصاد مستقیم او غېر مستقیمې اغېزې لري، او د کرنې وزارت له خوا ددې ناروغي د کنټرول په موخه ډېر لګښت ترسره کېږي. که چېرې دا ناروغي کنټرول نه شي، نو مالدارانو ته به ۴.۵ میلیارډه زیان ورسېږي.»
د کرنې وزارت د حیواني روغتیا رییس وویل، د کرنې وزارت د اسټراټیژۍ پر بنسټ په مرکز او لایتونو کې د طبق او بروسلوز واکسینونه په هغو سیمو کې پلي کېږي، چې د ټولنو او کوپراټیفونو ډېر تمرکز په کې وي.
په همدې حال کې، یوشمېر مالداران د څارویو د واکسين په موخه د کرنې وزارت د اقدام هرکلی کوي او وایي، چې یاد کمپاین باید پراخه شي.
د کابل د چهارآسیاب په ولسوالۍ کې د «نونیاز شېدې» د مولدینو ټولنې رییس شاه جهان ناصري وايي: «د حیواني ناروغیو د کنټرو په پار د بروسلوز او طبق ناروغیو د واکسینو کمپاین باید پراخه شي، ترڅو یاده ناروغي له منځه ولاړ شي. د کرنې له وزارت څخه زموږ غوښتنه داده، چې دا کمپاین پراخه کړي.»
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد په کچه هرکال د بروسلوز، طبق، زینوس او نورو حیواني ناروغیو د کنټرول په پار د واکسینونو کمپاین په لاره اچوي.