د ننګرهار د هندواڼو سږني حاصلات به څه باندې ۷۹ زره ټنو ته ورسېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۹ - ۱۰:۱۰
د ننګرهار د هندواڼو سږني حاصلات به څه باندې ۷۹ زره ټنو ته ورسېږي

۲۹ غویی ۱۴۰۰
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د پخوا په پرتله خلک د هندواڼو کرکېلي ته لېوال شوي، چې ورسره په دې ولایت کې د هندواڼو کروندې او حاصلات کال په کال زیاتېږي.
د چارواکو په خبره د ننګرهار د اتو ولسوالیو «کامه، بهسود، کوزکونړ، کوټ، بټي کوټ، ګوشته، خوږیاڼي او سره رود» په ۱۹۹۵ هکټاره ځمکه کې سږکال هندواڼې کرل شوي، چې د اټکل له مخې به ۷۹ زره او ۲۰۱ مټریک حاصلات ترې تر لاسه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېرکال ددې ولایت په ۱۸۴۰ هکټاره ځمکه هندواڼې کرل شوې وې، چې ۷۳ زره او ۶۰۰ ټنه هندواڼې ترې راټول شوې وه.
دننګرهار د کرنې ریاست ددې ولایت د هندواڼو سږنۍ حاصلات د تېرو کلونو په پرتله ښه بولي او وایي، چې بزګرانو سره د کرنې وزارت همکارۍ، په عصري بڼه کرکېله، غوره تخم انتخاب او د طبیعي افتونو نشتون ددې لامل شوي، چې د هندواڼو حاصلات زیات شي.
په ننګرهار کې د سیمه ییزو ډولونو سربېره د هندواڼو د «رېنا، ایکسټریم، فونکس، پتاسه او ګلوري ډولونه» هم کرل شوې، چې هر جریب څخه یې ١١ سوه منه حاصللاسته راځي.
ننګرهار د هندواڼو کرکېلي او ودې لپاره مناسب اقلیم لري؛ په همدې موخه ددې ولایت ډېری بزګران هندواڼو کرکېلي ته زړه ښه کوي.
د ننګرهار ولایت د هندواڼو حاصلات په مناسب موسم کې بازار ته وړاندې کېږي او د پلور ښه فرصت لري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۹:۲۶
Background image

کندهار کې ۴۸۰ زره څارويو د طبق ناروغۍ ضد واکسین کمپاین پیل شو

۱۹ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۲۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالی همکارۍ، د دغه ولایت په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۹:۲۴
Background image

بغلان کې زرګونو څارويو د طبق ناروغۍ ضد واکسین کمپاین پیل شو

۱۹ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۲۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د بغلان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالی همکارۍ، د دغه ولایت په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۹:۲۲
Background image

بغلان ولایت کې پر ۲۱۰۰ مالدارانو د خوراکي توکو او نغدي مرستو د وېش بهیر پیل شوه

۱۹ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۲۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د بغلان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ټولنیز ترویج «اس‌اویو» مؤسسې له لوري، چې مالي ملاتړ یې د ملګرو ملتونو د خوړو. . .

بازگشت