ننګرهار کې د زابرونو د کېندنې چارې پیل شوې

naim.rezai
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۴ - ۱۱:۲۷
ننګرهار کې د زابرونو د کېندنې چارې پیل شوې
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د څه باندې ۹۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت د زابرونو یا جرنو د کېندنې چارې پیل شوي دي.
د ننګرهار د کرنې رییس انجنیر انعام الله صافی وایي، چې د خوړو خوندیتوب پروژې «NCRO» په همکارۍ ددې ولایت د بهسودو، سرخرود، کوز کونړ ولسوالیو او جلال آباد ښار کې د پنځه زره مترو زابرونو د کېندنې چارې د بهسودو د چمیار له کلي پیل شوي دي، چې له مخې به یې په شپږو میاشتو کې ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ هکټار هغه ځمکې، چې د اوبو له سطحې څخه ښکته دي له زېم او ډنډونو خلاصه او کرته چمتو شي.
ښاغلی صافی وویل، چې ددې پروژې د تطبیق پر مهال سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او د چارو په بشپړېدو سره به څلور زره کورنۍ ترې ګټه پورته کړي.
د انعام الله صافی په خبره، ددې زابرونو په جوړېدو سره به د اوبو سطحه ټیټه، ځمکه به د کر لپاره تیاره، د چاپېریال د ککړتیا مخه به ونیول شي، کرنیز محصولات به زیات، د خوړو خوندیتوب او اقتصادي پیاوړتیا به رامنځته او دغه راز د څاریو د ناروغیو مخنیوی او څارویو ته به د خوراکي توکو د کر زمینه برابره شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رياست د ځمکو د تبادلې آمر مولوي محمد فاروق امرخېل او د سرحدونو، قومونو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۴:۱۰
Background image

لوګر کې د انګورو په حاصلاتو کې ۱۰ سلنه زیاتوالۍ راغلی

۲۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې د تېر کال په پرتله سږکال په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې ۱۰ سلنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۲:۲۱
Background image

هرات ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر سفر

۲۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري، د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې د یاد وزارت د یوشمېر چارواکو او سلاکارانو په مشرۍ. . .

بازگشت