د کرنې وزير د کرنې د پراختيا وجهي صندوق له چارواکو سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۲ - ۱۷:۴۴
ملاقات وزیر زراعت با مسوولین صندوق وجهی انکشاف زراعت

۱۲غويی ١٤۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي دخپل کار په دفتر کې دکرنې د پراختيا وجهي صندوق "ADF" له چارواکو او يوشمېر کارکوونکو سره وکتل.
په دې کتنه کې، دکرنې د پراختيا وجهي صندوق د پلاوي رييس ايمل آرمان د ياد صندوق د کړنو او د ۱۴۰۰کال د برنامو په هکله دکرنې وزير ته مفصل مالومات وړاندې کړل.
په دې کتنه کې دغه راز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير په ولايتونو کې د کرنې د پراختيا وجهي صندوق د برنامو د پلي کېدو د څرنګوالي په پار لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
ښاغلی احدي وويل، چې افغانستان يو کرنيز هېواد دی او ټينګار يې وکړ چې کرنيزو پورونو ته د بزګرانو او کرنيزو متشبثينو د لاس رسي په پار بايد اسانتياوې او ځانګړې پاملرنه ووشي.
د کرنې د پراختيا وجهي صندوق، د روان لمريز کال په ترڅ کې په ۳۴ ولايتونو کې په څه باندې اووه زره بزګرانو مالدارۍ او کرنيز پورونه وېشي.
ددغو پورونو دوېش لړۍ د ۱۴۰۰ مالي کال په لومړيو کې پيل شوي دي.
د روان مالي کال لپاره ددې بنسټ بوديجه ۱.۸ميليارډه افغانۍ ده. دا بوديجه د متحده ايالاتو نړيوال پراختيايي ادارې "USAID" له خوا تامينېږي.

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت