ننګرهار کې به یوزرو ۴۳۸مټریک ټنه د غنمواصلاح شوي تخمونه تولید شي

content_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۷ - ۱۵:۲۸
ننګرهار کې به یوزرو ۴۳۸مټریک ټنه د غنمواصلاح شوي تخمونه تولید شي

۷ غویی ۱۴۰۰
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د غنمو د اصلاح شویو تخمونو له کروندو څخه به سږکال یوزرو ۴۳۸ مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه تولید شي.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انعام الله صافی وایي، چې په دې ولایت کې د کرنې ریاست او خصوصي سکټور په همکارۍ پردوه زره او ۳۸۱ جریبه ځمکه د غنمو د اصلاح شوي تخمونو د تولید په موخه د غنمو بېلابېل ډولونه یا ورایټۍ کرل شوي دي، چې له دغو کروندو څخه به یوزرو ۴۳۸ مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه تولید شي، چې ددې ډلې څخه به پنځه مټریک ټنه مورنۍ تخم د ننګرهار څیړنیز مرکز، ٧٠ مټریک ټنه بنیادي او ١٣٦٣ مټریک ټنه تصدیقي تخمونه د خصوصي سکتور له لورې تولیدېږي.
د ننګرهار دکرنې رییس دغه راز وویل، چې په دې ولایت کې د یوزرو ۴۳۸ مټریک ټنه اصلاح شویو غنمو له ډلې به ۸۰۰ مټریک ټنه یې ددې ولایت په بزګرانو او ځمکوالو او پاتې نور به یې یوشمېر نورو ولاییتونو ته ولېږدول شي.
د ننګرهار دکرنې ریاست د تخمونو د اصلاح، ترویج او تکثیر په برخه کې کار کوي ترڅو له همدې لارې بزګرو ته سالم او ښه کیفیت لرونکي تخمونه ورسوي چې له مخې به یې په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۵:۴۶
Background image

میدان وردګو کې د چرګانو د تولید او خوراکي دانې ماشینرۍ پر برابرولو سکتوري هوکړه وشوه

۱۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د څلورو اړوندو ادارو ترمنځ سکتوري غونډه ترسره شوه، چې پکې د چرګانو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۴:۴۵
Background image

د کندهار خاکریز کې پر یوشمېر بېوزله کورنیو د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د بشري خیریه مؤسسې (او.ایچ.ډبیلو) د کندهار خاکریز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د کرنې وزارت د کارکوونکو چارو رییس په مشرۍ کونړ کې د ښه مدیریت او اداري نظم ورکشاپ ترسره شو

۱۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کارکوونکو چارو رییس محمد عثمان ترابي د مسلکي ټیم او د یاد ریاست د سلاکار استاد محمد حنیف احسان په. . .

بازگشت