د اوبو او برېښنا په اوونۍ کې د اوبولګولو شبکو څخه ګټه اخيستنه د پروان له ولايت څخه پيل شوه

content_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۷ - ۱۷:۱۶
د اوبو او برېښنا په اوونۍ کې د اوبولګولو شبکو څخه ګټه اخيستنه د پروان له ولايت څخه پيل شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال حشمت‌الله‌غفوري، د کرنې او مالدارۍ مرستيال شېرشاه اميري، د پروان والي فضل‌الدین عیار، د ولايتي شورا رييس عبدالشکور قدوسی، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د پروان ولايت يوشمېر سيمه ييزو چارواکو ددې ولايت د بګرام ولسوالۍ د سابي خېلو سيمې د اوبولګولو شبکه ګټې اخيستنې ته وسپارل.
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو او برېښنا په اوونۍ کې په ۱۱ ولايتونو کې د اوبولګولو د ۱۳۳شبکو چارې بشپړ او په ورته وخت کې په ۱۴ ولايتونو کې د اوبولګولو د ۱۲۷ شبکو رغنيزې چارې پيل کړل.
دغه راز په دې اوونۍ کې د هېواد په ۲۵ ولايتونو کې د ۱۵۱زره هکټاره ابرېزو د تنظيم چارې هم پيل شوې.
ددغو پروژو ټوليز ارزښت څه باندې ۲.۸ ميليارډ افغانۍ ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۸ - ۹:۲۷
Background image

د پکتیا روحاني بابا  ولسوالی کې د ګاویان کانال د جوړولو چارې پیل شوې

۲۸ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالی اړوند د مموزي  په سیمه کې د ګاویانو اوبولګولو شبکې د جوړولو چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې. د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۵:۴۹
Background image

سویل ختیځ زون کې د کانګو وینه بهېدونکې تبې د مخنیوي کمپاین پیل شو

۲۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو؛ د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې ادارې په مالي لګښت، د کانګو تبې وینه بهېدونکې ناروغۍ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۵:۳۴
Background image

ننګرهار کې د کوچنیو کاروبارونو د پراختیا په موخه ۶۷ کسانو ته دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

۲۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د کرنې نړۍوال پراختیایي صندوق «آی‌اف. . .

بازگشت