د اوبولګولو ۱۳۳ نوي شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

content_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۷ - ۱۶:۵۸
د اوبولګولو ۱۳۳ نوي شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۷ غویی ۱۴۰۰
د اوبو او برېښنا په اوونۍ کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د اوبولګولو ۱۳۳ نوي شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل.
د کرنې وزارت د اطلاعاتو رییس او ویاند اکبر رستمي وايي، چې د کرنې وزارت له خوا دا شبکې د ننګرهار، بلخ، هرات، بغلان، لوګر، کابل، بادغیس، پروان، تخار، کندز او بدخشان په ولایتونو کې جوړ شوي دي.
ښاغلی رستمي وویل، چې ددغو شبکو په جوړېدو سره د روان کال په ترڅ کې ۵۶ زره او ۸۶۳ هکټاره ځمکې د خړوبولو تر پوښښ لاندې راځي. د هغه په خبره له دغو شبکو څخه ګټه اخیستنه د هېواد د کرنې پر مخ نوی څپرکی پرانیزې.
د کرنې وزارت ویاند دغه راز وویل، چې په ۱۱ ولایتونو کې د اوبولګولو د ۱۳۳ شبکو په جوړولو کې، ۴۲۶ میلیون او ۵۲۵ زره او ۵۸۹ افغانۍ لګول شوې ده.
د کرنیزو حاصلاتو تلپاتې زیاتوالی، د ډېرو ځمکو خړوبول، د بې وزلۍ کچه ټیټول، د خوړو خوندیتوب، د اوبو د ضایعاتو مخنیوي، د وچکالۍ منفي اغېزې کمول او د کرنیزو محصولاتو د صادراتو زیاتوالی ددغو پروژو د جوړولو موخې دي.
اکبر رستمي زیاته کړه: « ددغو پروژو پلي کېدل او ترې ګټه اخیستل د بزګرانو د عوایدو زیاتوالي، کارموندنه او د کرنزو سیمو د زیاتوالي لامل کېږي. د کرنیزو حاصلاتو ۲۰تر۳۰ سلنه زیاتوالی او ۲۰تر۳۰ سلنه د اوبو د ضایعاتو مخنیوی د اوبولګولو د دغو شبکو د پلي کېدو او ګټې اخیستنې عمده اغېزې دي.»
په هېواد کې د کال لسګونه زره هکټاره ځمکې خړوبول، د کرنیز تولید او د کار زیاتوالي ته لار هواروي، چې په پایله کې د صادراتو د زیاتوالي او د هېواد د اقتصادي ودې لامل کېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت