د کرنې وزير د کندهار د کرنيزو شرکتونو له چارواکو او يوشمېر سوداګرو سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۹ - ۱۶:۱۲
د کرنې وزير د کندهار د کرنيزو شرکتونو له چارواکو او يوشمېر سوداګرو سره وکتل

۹وری ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوار الحق احدي کندهار ولايت ته دخپل سفر په ترڅ کې د دې ولايت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مالدارۍ او کرنيزو شرکتونو چارواکو، پانګوالو او سوداګرو سره وکتل او پر شته فرصتونو او ننګونې خبرې اترې وکړې.
د کندهار د سوداکرۍ او پانکونې خونې رييس نصرالله زهیر د کندهار ولايت د کرنيزو توليداتو او په دې ولايت کې د شنوخونو او يو شمېر نورو مواردو په هکله د کرنې وزير ته مالومات وړاندې کړل.
په دې ليدنه کې پانګوال، د کرنې له وزير څخه د تازه او ووچو مېوو د توليد په پار د زمينې برابرولو، د کرنيزو درملو دکيفيت لوړول، د ډول ډول تخمونو وېش، د احصايې سيسټم پياوړتيا، د ګمرک د لګښتونو ټيټوالی، په لويو لارو کې د ستونزو او د محصولاتو وچول او د پنبې د ستونزو د هوارولو په پار د ملاتړ او همکاريو غوښتنه وکړل. د کښت او توليد زياتوالی، د زېرمتونونو کمښت، پانګوالو ته ځمکې ځانګړې کول، د مېوو په برخه کې بشپړ څېړنې، د طبي بوټو، تازه او وچو مېوو په توليد کې نړيوال سرټفکېټونه او د اسټنډرډ لابراټوار نه شتون ستونزې هوارول، د کرنې وزير څخه د سوداکرو او پانګوالو نورې غوښتنې وې.
په همدې حال کې د کرنې وزير وويل، چې کندهار کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې وړتياوې ډېر دي او د مالدارۍ او کرنيزو توکو په برخه کې کندهار مهمه ونډه لري. هغه وويل، چې يوشمېر ستونزې شتون لري او وزارت يې هوارولو په پار هلې ځلې کوي.
ډاکټر انوارالحق احدي دغه راز د خوښۍ په څرګندولو سره وويل، چې په ۱۳۹۹يم کال کې د څه باندې ۶۵۰ ميليونه افغانيو په لګښت د کرنې وزارت له خوا په کندهار کې پراختيايي پروژې پلي شوي دي او روان کال ددغو پروژو شمېر زياتېږي.
د کرنې وزير سوداګرو او پانکوالو ته وويل:"موږ هلې ځلې کوو چې روان کال ډېړ سوداکريزې شنې خونې، سړې خونې او بڼونه جوړ کړو."

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۵۰
Background image

ننګرهار کې له ۲٤ بزګرانو سره د شفتلو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۴۹
Background image

کونړ کې د ۲۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د معیشت او ځنګلدارۍ پروژه پلي کېږي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د آسیا  ټولنې د پراختیا مؤسسې  مسؤلینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو له مرستیال مولوي بازمحمد فیضان سره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۴
Background image

پکتیکا کې د انګورو حاصلات څلور سلنه زیات شوي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله څلور. . .

بازگشت