ارزګان کې د بزګر ملي ورځ او د کمال خان بند پرانیسته په شاندارو مراسمو ونمانځل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۴ - ۹:۴۳
ارزګان کې د بزګر ملي ورځ او د کمال خان بند پرانیسته په شاندارو مراسمو ونمانځل شول

۴ وری ۱۴۰۰
د هېواد د نورو ولايتونو ترڅنګ، ارزګان کې هم د وري دویمه د بزګر ملي ورځ او ترڅنګ یې د وري څلورمه چې د اوبو د مدیریت ورځ او ترڅنګ یې د کمال خان بند پرانیسته ده په ځانګړو مراسمو ونمانځل شول.
په دې مراسمو کې د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد ترڅنګ د مشرانو جرګې غړو امان عظيمي او محمد حنيف حنيفي، امنيه قومندان ډګروال علي احمد عطايي، د ملي امنيت ريس بريد جنرال سيد اسماعيل سادات، اداري رییسانو، قومي مخورو، ځوانانو او سلګونه تنه ځايي اوسېدونکو ګډون کړي و.
د غونډې په پیل کې د ارزګان دکرنې رییس انجنیر احمدشاه خیري د بزګر ملي ورځې د مبارکۍ ترڅنګ د کرنې وزير ښاغلي انوارالحق احدي پیغام ګډونوالو ته واورول، چې د هېواد په کچه د تېر کال د لاسته راوړنو يادونه شوې وه او د نوي کال د احتمالي وچکالۍ لپاره بزګرانو او اړوند ادارو ته د لازمو چمتووالي د نیولو لارښوونه شوې وه.
وروسته د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد پخپله وينا کي بزګرانو ته د هغوی د ملي ورځې مبارکي وويل او ترڅنګ يې هیله څرګنده کړه، چي نوی کال به د سولې او ټيکاو کال اوسي.
همداراز د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد د کمال خان بند ترڅنګ د هېواد په بېلابيلو ولايتونو کي د اوبو بندونو ته په اشارې وويل، چې په جوړېدو سره به يې په افغانستان کي په نږدې راتلونکو کلونو کې اقتصادي انقلاب رامنځته شي.
شېرزاد د کمال خان بند د هېواد د سياست، اقتصاد او پراختيا لپاره مهم وباله.
ددې ترڅنګ ښاغلی شېرزاد وويل، چې ارزګان کې هم د څو بندونو د طرحې او د ډيزاين چارې تر کار لاندې دي، چې په وينا يې د ځينو چارې به یې په نږدې راتلونکې کې پیل شي.
په غونډه کې د مشرانو جرګې دوو غړو محمد حنيف حنيفي او امان الله اعظيمي هم د کمال خان بند، سولې او افغان ځواکونو د ستاینې په اړه ويناوې وکړې.
د غونډي په لړ کې د کمال خان بند او بزګر په اړه دوې تمثلي پارچې هم اجرا شول، چې ګډونوالو ته يې مثبت پببغامونه ورکړل. ددې ترڅنګ يو شمېر لوبي او د کوچيانو اتڼ هم ترسره شول.
د غونډې په پای کې ګډونوالو د کرنې ریاست له خوا د کرنیزو توکو نندارتون څخه لیدنه وکړه، چې په کې ووچ او تازه مېوې، زعفران، سابه، طبي بوټې، کبان، لبنیات، شات کرنیزې ماشینرۍ، کرنیز درمل، تخمونه او ټراکټورونه نندارې ته وړاندې شوي ول.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۰:۱۵
Background image

د هلمند مارجې ولسوالی کې د کوچنیو څارویو د طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۲۹ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف اې او» په همکارۍ، ددې ولایت د مارجې په ولسوالۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۹:۲۴
Background image

لوګر کې د «مس‌عینک» تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون کې د کرنې او مالدارۍ  ریاست د چاراوکو ګډون

۲۸ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
لوګر کې د «مس‌عینک» تر سرلیک لاندې د کورنیو محصولاتو او تولیداتو درې ورځنۍ ملي نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکارۍ د کرنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

د روزګان ولایت د دهراوود ولسوالی د مانده لالی آغا چکدېم رغنیزې چارې پیل شوې

۲۸ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د روزګان ولایت د دهراوود ولسوالی د مانده لالی آغا چکدېم رغنیزې چارې؛ کرونده کې د اوبو د تنظیم او د اوبولګولو د نویو ټکنالوژیو رییس مولوي. . .

بازگشت