ننګرهار کې د بزګر ورځ ونمانځل شوه

content_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۴ - ۱۰:۱۵
ننګرهار  کې د بزګر ورځ  ونمانځل شوه

۴ وری ۱۴۰۰
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست له خوا د وري دويمه د بزګر ملي ورځ ددې ولايت د سيمه ييزو چارواکو او يوشمېر اوسېدونکو په شتون کې د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.
یاد مراسم چې،  په کې د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل، د ولایت مرستیالانو، د کرنې رییس انعام الله صافی، یوشمېر سیمه ییزو چارواکو ، بزګرانو او سلګونو نورو هېوادوالو ګډون کړي و، د ویناوو سربېره په کې د بزګر اړوند ترانې، تیاتر، اتڼ او نور تفریحي چارې ترسره شوې.
د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل د نوي کال او بزګر ورځې له امله ټولو هېوادوالو او بزګرو ته مبارکې ورکړه او هیله یی وښوده، چې سږني کال دسولې، امن او آبادۍ پېلامه او دبزګر لپاره د ځانګړو پرمختګونو او لاسته راوړنو ډک کال ووسي.
ښاغلی امرخېل  بزګرانو ته ډاډ ورکړ، چې د کرنې ریاست به سږ کال په بېلابېلو برخو کې د تېر په څیر بزګرانو ته اسانتیاوې برابروي .
د ننګرهار همېشه بهار پر خاوره میده میده باران او دنارنج ګل په عطرینه خوشبويې کې جوړې شوي مېلې پر مهال دتیاتر، اتڼ، او تفریح ترڅنګ په پای کې یوشمېر کوچیانو او بزګرانو سره دبېلابېلو کرنیزو توکو او وسایلو مرستې هم وشوې .

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۳۹
Background image

د میدان وردګو په دایمیرداد ولسوالی کې د اوبو د سپما پروژو چارې پیل شوې

۱۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د اوبو سپما، کرنیزو ځمکو خړوبولو او د اوبو د مدیریت د ښه والي په موخه د څو مهمو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۳۶
Background image

پکتیکا ولایت کې د لرګیو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
 د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ځنګلاتو د ساتنې مسؤلینو له لوري د لرګیو د ناقانونه قاچاق مخه ونیول شوه، چې غوښتل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۵۸
Background image

دمیدان وردګ دایمیرداد کې بزګرانو ته دهوږې دکښت په هکله لازمې لارښونې وشوې

۱۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
دمیدان وردګ ولایت دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو حوزو کې د ډاکار مؤسسې او دایمیرداد ولسوالی دکرنیزو خدمتونو عمومي مدیریت دمسؤلو کارمندانو له. . .

بازگشت