د بادام‌باغ کرنیز نندارتون کې وای‌فای ته وړیا لاس رسی

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۳ - ۱۵:۵۰
دست‌رسی رایگان به وای‌فای در نمایشگاه زراعتی بادام‌باغ

۳ وری ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتي ټکنولوژۍ ریاست، د کابل د بادام‌باغ څېړنیز فارم په سږني کرنیز نندارتون کې، وړیا انټرنټ او وای‌فای ته د لاس رسی زمینه برابره کړې ده.
د کرنې وزارت د معلوماتي ټکنولوژۍ رییس عبدالحسیب حبیب وایي، چې په نندارتون کې د وزارت ټول کارکوونکي، غرفه لرونکو او هغه هېوادوال، چې له پنځه ویشتم کرنیز نندارتون څخه لیدنه کوي، کولی شي چې ددې نندارتون له وړیا وای‌فای څخه ګټه پورته کړي.
دغه راز په سږني کرنیز نندارتون کې، هېوادوالو په ځانګړې توګه هغو کورنیو ته چې له نندارتون څخه لیدنه کوي یوشمېر نورې اسانتیاوې هم برابرې شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۱۳
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو بزګرانو مرستې ووېشل شوې

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او دافغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي او اروپایي تولنې په مالي لګښت په د دره نور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې ۱۵۰ مستحقو بزګرانو ته د هوږې کرکیلې تشویقي کیټونه ووېشل شول

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق  
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د بزګرانو د ملاتړ او کرنیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۰
Background image

د پکتیا په اوو ولسوالیو کې پر ۹۰۰ بزګرانو د سبو تخمونه، شنې خونې او د سبو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د افغان سوله جوړونکې مؤسسې په همکارۍ، د دې ولایت د مرکز ګردېز او اړوندو ولسوالیو احمدابا،. . .

بازگشت