ننګرهار کې د نیالګیو کېنولو ملي ورځ د نیالګیو په کېنولو سره ونمانځل شوه

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۱ - ۱۱:۲۲
ننګرهار  کې د نیالګیو کېنولو ملي ورځ د نیالګیو په کېنولو سره ونمانځل شوه

۲۱ کب ۱۳۹۹
په ننګرهار ولایت کې د کب شلمه چې د نیالګیو کېنولو ملي ورځې سره برابره ده، د دې ولایت پوهنتون کې د نیالګیو په کینولو او یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه،  چې په کې د ننګرهار والي، د بېلا بېلو ادارو مسؤلینو او ګڼ شمېر نورو ګډون کړي وو.
د ولسمشر ستر سلاکار او د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل جمهور ريیس څخه مننه وکړه،  چې د کب شلمه یې د نیالګیو کینولو ملي ورځې په نوم نومولې، چې له مخې یې په ټول هېواد کې سږکال نږدې ۲۵ میلیونه نیالګي کېنول کیږي، همدا راز یې زیاته کړه، چې په دې ولایت کې د نیالګیو کېنولو ترڅنګ یې د ساتنې په موخه یو میکانیزم جوړ کړی او هرې ادارې ته یې په دې برخه کې خپل مسؤلیتونه ورکړي دي.
ښاغلی امرخېل وویل، ننګرهار کې ۲.۳ میلیونه نيالګي روزل شوي،  چې د اقلیم بدلون، ښیرزاۍ او راتلوونکې نسل ته د میراث په توګه د پرېښودو په موخه په بڼونو جوړولو او نیالګیو کینولو ټینګار وکړ، همدا راز یې ساتنه د ټولو مسؤلیت وباله.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس انعام الله صافي وویل، نیالګي کېنول د سرسبزۍ ترڅنګ د اقلیمي بدلونونو د ګواښ د کچې ټيټېدا  په برخه کې اړين وباله. هغه وويل اندېښنې شته چې اقليمي بدلونونه د افغانانو ژوند ته هم ګواښ پیدا کړي، چې له همدې امله اړینه ده چې د شنو سيموپه رامنځته کولو سره اقلیم ته مثبت تغیر ورکړو.
صافی وایې  د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست سږ کال  پر مختلفو ادارو او ټولنو  ۲۲۸ زره مثمر ، غیر مثمر او زینتې بوټي د سرسبزې په موخه ویشلي دي  ددی ترڅنګ یی ٢٠٠٠ جریبه  بڼونه د ننګرهار په زیاتو ولسوالیو کې جوړ کړي دي.
 په همدې حال کې د ننګرهار پوهنتون ريیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال وویل، نیالګي کېنول د اقلیم په بدلون مثبت تاثیر کوي، همدا راز ترې درمل جوړېږي، د سېلابونو ګواښونه لمنځه وړي، د ترافیکي پېښو مخنیوی کوي او حاصلات یې په اقتصادي وضعیت بدلون باندې مستقیماً اغیزه کوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت