هلمند کې نږدې ۹۳ پراختیايي پروژې پلي شوي دي
![هلمند کې نږدې ۹۳ پراختیايي پروژې پلي شوي دي](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2021-01/whatsapp_image_2021-01-30_at_11.18.14_am.jpeg)
۱۱ سلواغه ۱۳۹۹
ملت ته د دولت حساب ورکولو د برنامو په لړ کې د هلمند دکرنې ریاست چارواکو، د یاد ریاست د ۱۳۹۹یم مالي کال د کړنو په هکله ددې ولایت خلکو ته حساب ورکړ او د ۱۴۰۰ام مالي کال پلانونه یې له خلکو سره شریکې کړې.
ملت ته د دولت حساب ورکولو په پروګرام کې د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وویل: «په ۱۳۹۹یم مالي کال کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو ترڅنګ د هلمند د کرنې ریاست په دې ولایت کې نږدې ۹۳ پراختیایي پروژې پلي کړي دي، چې په کې ممیزخونې، نوي تاسیسات او د سوداګریزو بڼونو جوړول، د اصلاح شویو تخمونو وېش، پر کرنیزو تخمونو څېړنه، د حیواني او نباتي ناروغیو مخنیوي، بزګرانو ته روزنیزې پروګرامونه او عامه پوهاوی شاملې دي.»
د ښاغلي الکو په خبره د یادو پروژو په پلي کېدو سره د هلمند دکرنې په سکټور کې د پام وړ بدلون رامنځته شوې او ترڅنګ یې ګڼو خلکو ته د اوږد او لنډمهالې دندې برابرې شوي دي.