ننګرهار کې د اوبولګولو ۲۲ کانالونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۷ - ۱۶:۳۰

۲۷ غبرګولی ۱۳۹۸

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د اوبولګولو ۲۲ کانالونه چې د جوړولو چارې یې بشپړ شوي دي ګټې اخیستنې ته وسپارل.

له دغو کانالونو څخه څلور یې د ننګرهار ولایت په کوز کنړ او پاتې نور یې ددې ولایت په سرخرود، خوګیاني، ګوشتې، کامه، دره نور او رودات ولسوالیو کې شتون لري. دغه کانالونه چې ټولیز لګښت یې ۱۵۰ میلیونه افغانۍ ده د رغولو چارې یې په ۱۳۹۷ یم کال کې پیل او له بشپړېدو سره سم ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د دغو کانالونو رغول ددې ترڅنګ، چې د اوبو د ضایعاتو مخه نیولي دي د کانالونو تر پوښښ لاندې ځمکو د حاصلاتو د ډېر والي لامل هم کیږي.

په ورته وخت کې، د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري د زیتونو د پروسس له فابریکې، د خورما بڼونو، د غوا ساتنې له فارم او له یوشمېر نورو کرنیزو ځاینو څخه هم لیدنه وکړه. د کرنې وزارت د اوبولګولو اوطبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري د ننګرهارکانال اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه، چې دیاد کانال د نیمګړتیاوو او ستونزو هوارولو حل لاره دې په خپل پلان کې ځای پرځای او د مدیره هیئت په راتلونکي غونډه کې د یاد کانال د بورډ غړو او چارواکو ته وړاندې کړي.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۴۱
Background image

د پراختیایي پروژو پلي کولو کې پر همغږۍ، روڼتیا او کیفیت د کرنې وزارت ټینګار

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ غونډه ترسره شوه، چې پکې د اوبولګولو او قدرتي سرچینو لوی رییس، سلاکارانو او د افغان اېډ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت او قراردادي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه؛ د ستونزو پر حل او مالي مکلفیتونو د پوره کولو ټینګار وشو

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اجرائیوي رییس، سید محمد نعیم محمدي، د هډې فارم له قراردادي کرنیزو شرکتونو د استازو سره د همغږۍ، همکارۍ او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۱۷
Background image

فراشغان ولسوالی ته د لغمان د کرنې رییس سفر

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سلیمان ایمن په داسې حال کې، چې د قدرتي زیرمو آمر مولوي ګل رسول زبیر، د کرنې متخصص او. . .

بازگشت